د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ایا افغان ښځې د ملا محمد حسن اخند له خبرو سره موافقې دي؟


ارشیف، کابل کې یو شمېر افغان مېرمنې
ارشیف، کابل کې یو شمېر افغان مېرمنې

د ازادي راډیو د دې اوونۍ د «نور بس دی!» خپرونې موضوع د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا محمد حسن اخند د وینا هغې برخې ته ځانګړې شوې چې د ښځو او نجونو په اړه‌یې وکړه.

د ښاغلي اخند غږیز پیغام روانه اوونۍ د لومړي ځل لپاره د افغانستان پر ملي ټلوېزیون له هغه وروسته خپور شو چې کابل د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو لاس ته ولوېد.

ملا حسن اخند ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو عفت، عزت او حقونه خوندي کړي دي. هغه د شرعي علومو پر ترلاسه کولو ټينګار وکړ او ویې‌ويل، د طالبانو لپاره دا مهمه ده چې د ښځو هغو حقونو ته درناوى وکړي چې د طالبانو په وينا خداى ورکړي دي.

افغان ښځې او نجونې بیا پر طالبانو تور پورې کوي چې د دوی له اساسي حقونو لکه روغتیا، امنیت، زده‌کړې او کار له حقه سرغړونه کوي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو یو شمېر وېډیوګانو کې ښځو ویلي چې طالبانو ورڅخه نامشروع غوښتنې کړي، د دوی کور ته ورغلي او د دوی د کورنۍ غړي يې وهلي ډبولي او د مظاهرو پر مهال‌یې پر دوی لاس پورته کړی.

یو شمېر ښځو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یو ځل بیا د زده‌کړو او کار د حق په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي غوښتنه وکړه.

پر دې موضوع د خبرو لپاره د نن ورځې مېلمنه په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ او د افغان دولت کارکوونکې او مدني فعاله ښایسته صافۍ دي.

خپرونه ملالۍ بشیر پر مخ وړي او د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:22:30 0:00
XS
SM
MD
LG