د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

مزار شريف کې نا امني؛ د بلخ هوايي ډګر دوه تخنيکي کارکوونکي وژل شوي او شپږ ژوبل دي


د بلخ هوايي ډګر
د بلخ هوايي ډګر

نا معلومو وسله والو یکشنبه ناوخته د بلخ د هوایي ډګر دوه تخنیکي کارکوونکي وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي.

د بلخ د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري په یوه پيغام کې رسنیو ته دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري په یوه پيغام کې ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "یکشنبه شاوخوا درې بجې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر د تخنیکي کارکوونکو کاسټر ډوله موټر د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې تر برید لاندې راغلی. بدبختانه په دې برید کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر دوه تخنیکي کارکوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان دي. قضیه د پولیسو تر تعقیب لاندې ده څو د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

دا برید څو وروستیو میاشتو کې چې افغانستان د خونړیو بریدونو شاهد دی تر ټولو تازه یو دی.

د بلخ د هوايي ډګر تخنیکی کارکوونکو ته داسې وخت مرګژوبله اوښتې چې افغانستان د اکثرو تخنیکي برخو په تېره بیا د هوايي ډګرونو په څېر د مهمو مرکزونو د ادارې او مخته وړلو لپاره د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.

د سیمې او نړۍ اکثرو لویو هوايي شرکتونو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه پورې پلازمېنې کابل او نورو هوايي ډګرونو ته الوتنې نه دي پيل کړي او دلیل دا راوړي چې د خپلو کارکوونکو او مسافرو د امنیت په اړه پوره ډاډمن نه دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بیا وايي چې د هوايي ډګرونو فعالیتونه په منظمه توګه روان دي او د دوی ځواکونو یې په بشپړه توګه امنیت نیولی دی.

د طالبانو حکومت څه وخت مخکې د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره هوکړې ته ورسېد چې د کابل، کندهار او هرات د هوایي ډګرونو خدماتي چارې، د مسافرینو د سکریننګ یا معاینه او د لاګیج یا بیکونو د سمبالولو برخې تنظیم او مخته یوسي.

د بلخ د هوايي ډګر پر کارکوونکو د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په مزارشریف کې څو مخکیني بریدونه داعش یا اسلامي دولت ډلې کړي وو.

XS
SM
MD
LG