د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

امريکا: افغانستان کې داعش وسله واله ډله پياوړي کېدو ته نه پرېږدو


د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جان کربي

د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د داعش له ګواښ خبر دی او له دې هېواده بیرون هم له دې ډلې سره دمبازې وړتیا لري.

پنټاګون خبرداری ورکړی، چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفیت لري او نه پرېږدي چې افغانستان کې بله ډله توانايې پیدا کړي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د اګست په ۲۹مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې هېواد په افغانستان کې هیڅ ډول برید نه دی ترسره کړی، ځکه چې اړتیا یې نه‌ده احساس شوې.

نوموړي ويلي: "موږ وويل چې د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلې به هڅه وکړي چې ځانونه پياوړي کړي، نو موږ هڅه کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره قوي ظرفيت لرو، نو له همدې امله موږ د خپلو شریکانو سره ګډ کار کوو چې دغه وړتیا یقيني کړو، او د دې معنا دا نه ده چې موږ دا وړتیا نه لرو، موږ وضعیت څارو او په دې توګه لاس تر زنې ناست نه یو چې بله ډله وکولای شي خپل ظرفیت لوړ کړي او موږ له هر ځای نه پر دوی باندې د حملې توان لرو."

په مزار شريف کې هغه مسجد چې د روژې مياشت کې داعش وسله والو بريد پرې وکړ او لسګونه ملکيان پکې ووژل شول
په مزار شريف کې هغه مسجد چې د روژې مياشت کې داعش وسله والو بريد پرې وکړ او لسګونه ملکيان پکې ووژل شول

په راپور کې د دغه وزارت د دفاعي معلوماتو په یوه برخه کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د فعالیتونو په اړه اندېښنې هم په ګوته شوې دي.

د دغې ارزونې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په کمېدو سره، داعش په دغه هېواد کې خپل حضور او بریدونه زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي چې داعش لا هم په افغانستان کې یو ستر ګواښ دی او د پخوانیو اټکلونو پر بنسټ دا ډله په افغانستان کې دوه زره جنګیالي لري.

راپور وايي، که د داعش خراسان څانګه له اوسني وضعیت ګټه پورته کړي، نو په راتلونکو ۱۲-۸ میاشتو کې به د امریکا په ګډون د لوېدیځ په نښه کولو لپاره د بهرنيو عملیات ترسره کولو توانایې ولري.

افغانستان کې د وروستيو خونړيو بريدونو چې ډېری يې مسجدونو کې وشول مسؤليت يې داعش وسله والو منلی
افغانستان کې د وروستيو خونړيو بريدونو چې ډېری يې مسجدونو کې وشول مسؤليت يې داعش وسله والو منلی

دا په داسې حال کې ده چې داعش په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسوولیت منلی، چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې شیعه ګان دي.

په راپور کې په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو په اړه هم اندېښنې په ګوته شوې دي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د القاعدې وړتیاوې، چې اوس طالبان په واک کې دي، کمزورې شوې دي، او احتمال شته چې دغه ډله اوس مهال په خپله راتلونکې تګلاره په غور کولو باندې مصروفه وي.

په راپور کې ویل شوي چې ښايي په افغانستان کې د القاعدې شتون کم رنګه ښودل شوی وي ځکه چې طالبان د نړیوالو له لورې د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو په لټه کې دی.

طالب ویاند په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په وار وار یې ویلي چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی او د سر جېګېدو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG