د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

خلک: طالبان دې د امنيت ټینګښت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي


انځور، کابل کې د طالبانو يوه ډلګۍ
انځور، کابل کې د طالبانو يوه ډلګۍ

د افغانستان اوسېدونکي وايي، په عادي ورځو کې هم د اختر په څېر د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي.

یو شمېرافغانان د خونړۍ روژې او د امن اختر په تېرولو سره د طالبانو له حکومت غواړي، چې له اختر ورسته هم د خلکو امنیت ته پام وکړي.

دوي وايي، اختر یې په ښه فضا کې تېر کړ، خو سره له دې چې طالبانو د ښه امنیت ډاډ ورکړی و، په تېره روژه کې چاودنو، بمباریو او هدفي وژنو د خلکو سکون اخیستی و.

د کندز ولایت اوسیدونکی لیکوال نقیب مومند وايي، د طالبانو حکومت باید د اختر د ورځو په څېر په عادي ورځو کې هم امنیت خوندي کړي.

نوموړی وايي: "د اختر دوه ورځې پرته له کومې پېښې تېرې شوې، د افغانستان د اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده چې د نورو عادي ورځو امنیت هم د اختر په څېر خوندي کړي تر څو زموږ افغانان په ارامۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکړي."

د کابل ښار اوسیدونکی مدني فعال کریم ورته غوښتنه لري: "افغانان له جګړې او نا امنیو نور ستړي شوي دي، د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو مو غوښتنه دا ده لکه څنګه چې د اختر په ورځو کې یې امنیت خوندي کړی و داسې امنیت په نورو عادي ورځو کې هم خوندي کړي او هغه کسان چې امنیت ته ګواښ پېښوي هغوی دې ونیسی."

خلک داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت د پوره امنیت د ټینګېدو غوښتنه کوي چې د روژې میاشت په دوی ډېره خونړۍ تېره شوه.

روژه کې د کابل دارالامان سړک کې د بمي چاودنې انځور
روژه کې د کابل دارالامان سړک کې د بمي چاودنې انځور

د ازادي راډیو د راپورونو پر بنسټ یوازې د روژې له پیله تر څلور ویشتمې پورې په افغانستان کې پر عامو خلکو په چاودنو، بریدونو ، بمباریو او مخامخ ډزو کې ۱۱۵ ملکیان وژل شوي او ۲۶۸ نور ټپیان شوي وه.

خو تر څلرویشتمې ورسته د روژې تر اخره پورې هم د چاودنو او نا امنیو لړۍ وغځېده چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چار وزارت خلکو ته په عادي ورځو کې هم د امنیت ډاډ ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې د افغانانو امنیت ګواښي تر جدي تعقیب لاندې دي.

نوموړي وويل: "څوک چې د ولس امنیت او خوشحالي تروړي هغه یوشمېر نیول شوي او ځینې نور یې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي، ژر به ونیول شي زموږ ولس دې په دې مطمینه اوسي."

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم په هغه ویډيويي اختریز پېغام کې چې د طالبانو په مشرۍ د ملي تلویزیون له لارې خپور شوی، خلکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

خو د بښنې نړيوال سازمان بیا تازه ویلي چې، په افغانستان کې لا هم ملکي وګړي له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG