د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د اختر په رارسېدو خلک د امنيت په اړه اندېښمن دي


ارشيف
ارشيف

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې وروستیو بریدونو دوی د امنیت په اړه اندېښمن کړي چې له دې امله اختر هم ورته د خوشحالۍ څه نه لري.

علي اکبر چې د کابل ښار اوسېدونکی دی او تازه د خپل يوه ملګري د فاتحې له مراسمو راغلی دی وايي، یاد ملګری یې د جمعې په ورځ د کایل په علاو الدین سه راهي کې د خلیفه صاحب پر خانقاه حمله کې ووژل شو.

علي ازادي راډیو ته وویل د شته ګواښونو په صورت کې به اختر ونه لري خو غواړي چې په جومات کې د اختر لمونځ په ادا کولو ترهګرو ډلو ته د هغوی پر وړاندې د خلکو د پیاوړي استقامت پیغام وړاندې کړي.

نوموړی وايي: "په دې وروستیو څو مودو کې امنیتي وضعیت ډېر بد دی، په کابل او ولایتونو کې په ځانګړې توګه د شعیه مذهبو خلکو لپاره، موږ ته د اختر د نمانځنې لپاره هېڅ ډول شوق او شور نه دی راپاتې، خو له دې هم وېره نه لرو چې د اختر د لمونځ لپاره جومات ته لاړ شو او هغوی به موږ وژني، موږ به خپلو جوماتونو ته لاړ شو او د اختر لمونځ به ادا کړو."

۲۷ کلن روح الله تلاش هم د کابل اوسېدونکی دی، دی وایي سږ کال دی او کورنۍ یې د اختر لپاره دومره خوشحاله نه دي ځکه پر عبادت ځایونو وروستیو حملو اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي: "زه خپله په داسې حال کې چې زموږ پر دیني ځایونو بریدونه کېږي زړه مې نه کېږي چې که د اختر لمونځ ادا کولو لپاره جومات ته لاړ شو، دې اختر کې هېڅ خوشحالي نشته."

د کابل ښار بله اوسېدونکې ۱۸ کلنه طیبه وایي مخکې به د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ډېر لېواله وه خو اوس دا بهتره ګڼي چې اختر په کور کې تېر کړي.

نوموړې وايي:"سږ کال اختر هېڅ خوندور نه دی، د دې پر ځای چې له اختره خوند واخلو، اکثرا د ځان او کورنۍ د امنیت په اړه اندېښمن یو، نو له دې امله د خپلوانو کورونو ته نه ځو او کور کې اختر تېروو."

له دې سره د طالیانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې د اختر ورځو کې د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره یې لازم پلانونه نیولي دي.

نوموړی وايي: "ټولې امنیتي او کشفي ادارې بشپړه همغږي لري چې د اختر په دریو ورځو کې خلکو ته امنیت ټینګ کړي، زموږ هېوادوال کولای شي په ډاډ اختر ونمانځي."

خلک داسې مهال د خپل امنیت په اړه اندېښنې څرګندوي چې د روژې میاشتې له پیله تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کابل، بلخ، کندوز او ځینو نورو سیمو کې پر مذهبي او عبادت ځایونو بریدونه وشول.

د دغو ځینو حملو پړه داعش ډلې منلې ده.

وروستۍ هغه یې پرون جمعه د کابل ښار سه راهي علاوالدین خلیفه صاحب خانقا باندې چاودنه وه.

د دغه جومات خطیب سید فاضل اقا رویټرز خبري اژانس ته د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنه یاد کړی خو د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران بیا د وژل شویو خلکو شمېر لس تنه او د ټپیانو ۳۰ کسه یادوي.

د دې حملې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG