د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

طالبان له افغانستانه پر تاجکستان د توغنديزو بريدونو راپورونه څېړي


آرشیف: د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد کې د تاجکستان ځواکونو انځور
آرشیف: د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد کې د تاجکستان ځواکونو انځور

د طالبانو حکومت وايي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي، چې په کې ویل شوي، د افغانستان له خاورې پر تاجکستان توغندي ویشتل شوي دي.

افغان اسلامي اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرون شنبه یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: "د دغسې جنایت مخه نیول شوې ده. په بدخشان کې زموږ مسوولان هڅه کوي چې د دې حملې عاملان پیدا او مجازات کړي، په حمله کې د تاجکستان په قلمرو کې چا ته زیان نه دی اوښتی."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

تاجکستان په یوه اعلامیه کې وویل، دا توغندي نه، بلکې مرمۍ وې چې د طالبانو او داعش ترمنځ د وسله والې شخړې پر مهال په تصادفي ډول د تاجکستان لوري ته ویشتل شوي دي.

د تاجکستان د سرحدي پوځیانو دولتي کمېټې مطبوعاتي دفتر ویلي، د مرمیو تر ویشتل کېدو وروسته د دوی پوځیانو ته د تیارسي امر شوی او په خبره یې پر سرحد وضعیت کاملاً ثابت او تر کنټرول لاندې دی.

په دې پېښه کې له دواړو لوریو د مرګ ژوبلې یا هم مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

داعش، چې د طالبانو مخالفه ډله ګڼل کېږي په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

تر ټولو خونړۍ حمله تېره میاشت د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وه، چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او د داعش خراسان څانګې مسوولیت ومانه.

د داعش ډلې خراسان څانګې تېره میاشت د افغانستان له خاورې پر بل ګاونډي هېواد ازبکستان هم د توغندیو د ویشتلو ادعا کړې وه.

اعماق خبري چینل چې په داعش پورې تړلي خبرونه خپروي، د اپرېل ماشتې پر ۱۸مه یوه ویډیو خپره کړې وه او ادعا یې په کې کړې وه چې په کاتیوشا توغندیو یې ازبکستان په نښه کړی دی.

د طالبانـو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پر ازبکستان د توغندیو د ویشتلو د ادعا څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG