د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

ډيپلوماټ: داعش غواړي د تاجکستان پر وړاندې تاوتريخوالي زيات کړي


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

ډیپلوماټ:

ډيپلوماټ خپرونې لیکلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه غواړي چې په سیمه کې د تاجک جنګیاليو او نورو له ډلې کسان جلب او د تاجکستان پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړي.

خپرونه زیاتوي، چې داعش په دې لار کې خپلې تبلیغاتي هڅې پراخې کړي دي.

په دوام کې راغلي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په دې وروستیو کې د ازبکستان په خاوره کې د برید خبر ورکړ، د دغې ډلې یوه ملاتړي چې په تاجکي ژبه غږېده په تاجکستان کې د ورته بریدونو غوښتنه وکړه.

د داعش د تبلیغاتو څانګې العزایم په یوه ویډیويي اعلامیه کې په ازبکي ژبه د ازبکستان په خاوره باندې راکټي برید ستایلی او دا یې په منځنۍ اسیا کې د لوی جهاد پیل بللی دی.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې یې د ازبکستان ترمذ ښار په راکټ ویشتی دی.

که څه هم طالبان وايي، چې داعش په افغانستان کې لوی ګواښ نه دی، خو دغې ډلې په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې پوښتنه کړې، چې ولې امریکایان د افغان او اوکرایني کډوالو تر منځ توپیر کوي؟

د اوکراین د اشغال له پیل راهیسې په دوو میاشتو کې تر پنځو میلیونو ډېر اوکراینیان کډوال شوي دي.

واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې یو شمېر لویدیځو رسنیو او سیاستوالو د اوکرایني پناه غوښتونکو او افغان او سوري کډوالو ترمنځ دوه ګونی چلند کړی دی.

ورځپاڼې د الجزیرې او سي بي ایس نیوز په ګډون یو شمېر خبري رسنۍ یادې کړي چې له پناه غوښتونکو سره له دوه ګوني چلند وروسته یې بخښنه غوښتې ده.

واشنګټن پوسټ په دې اړه د یوې ترسره شوې سروې پایلې خپرې کړې دي.

سروې موندلې چې ډېرو امریکایانو ویلي، دوی به د اوکراین پناه غوښتونکو ته ترجیح ورکړي چې په متحده ایالتونو کې پاتې شي.

کله چې د سروې له ګډونوالو وپوښتل شول چې ولې داسې فکر کوي، اکثرو ویلي چې افغان کډوال د امریکا له کلتور او ژوند سره عادت نه کوي او ښايي جنايي جرمونه وکړي.

XS
SM
MD
LG