د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

پر تاجکستان د اسلامي دولت ډلې لخوا د توغنديو ويشتلو په اړه ضد و نقيض راپورونه


د افغانستان - تاجکستان پوله
د افغانستان - تاجکستان پوله

د اسلامي دولت ډلې، یا داعش ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان ځینې توغندي ویشتلي دي.

افغان اسلامي اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی، چې داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرون شنبه یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي.

خو تاجکستان په یوه اعلامیه کې وویل، دا توغندي نه، بلکې مرمۍ وې چې د طالبانو او داعش ترمنځ د وسلوالې شخړې پر مهال په تصادفي ډول د تاجکستان لوري ته ویشتل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت د سرحدي پوځیانو دولتي کمېټې مطبوعاتي دفتر ویلي، د مرمیو تر ویشتل کېدو وروسته د دوی پوځیانو ته د تیارسي امر شوی او په خبره یې پر سرحد وضعیت کاملاً ثابت او تر کنټرول لاندې دی.

په دې پېښه کې له دواړو لوریو د مرګ ژوبلې یا هم مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي وو: په افغانستان کې د داعش په نوم پدیده ۹۸ سلنه ځپل شوې او له منځه وړل شوې او کوم ګواښ نه دی.

داعش، چې د طالبانو مخالفه ډله ګڼل کېږي په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

تر ټولو خونړۍ حمله تېره میاشت د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وه، چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او د داعش خراسان څانګې مسوولیت ومانه.

د داعش ډلې خراسان څانګې تېره میاشت د افغانستان له خاورې پر بل ګاونډي هېواد ازبکستان هم د توغندیو د ویشتلو ادعا کړې وه.

اعماق خبري چینل چې په داعش پورې تړلي خبرونه خپروي، د اپرېل ماشتې پر ۱۸مه یوه ویډیو خپره کړې وه او ادعا یې په کې کړې وه چې په کاتیوشا توغندیو یې ازبکستان په نښه کړی دی.

د طالبانـو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پر ازبکستان د توغندیو د ویشتلو د ادعا څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG