د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ګارډین: داعش د طالبانو پر وړاندې مهمه ننګونکې ډله ده


په کابل کې طالبان. December 30, 2021
په کابل کې طالبان. December 30, 2021

د کابل په لوېدیځ کې د سې شنبې په ورځ په چاودنو کې د ګڼو کسانو وژل کېدو او ټپي کېدو د یو شمېر خپرونو پام ځان ته اړولی دی.

ګارډین:

بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین لیکلي، چې طالبان د داعش پر ماتولو ټینګار کوي، خو د ورځپاڼې په وینا څېړونکي داعش ته د طالبانو پر وړاندې د یوې مهمې امنیتي ننګونې په سترګه ګوري.

د اسلامي دولت ډلې، چې د داعش په نوم يادېږي، خراسان څانګې د کابل په لویدیځ کې د شیعه افغانانو په سیمه کې پخوا د خونړیو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ورځپاڼې په وینا یوازې د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر میاشت کې په همدې سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز په ځانمرګي برید کې د زده کوونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي وو چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه.

ګارډین لیکلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر مشکوکو پټنځایونو منظم عملیات کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه تمیم عاصي، په کابل کې د سه شنبې ورځې خونړۍ پېښې ته په اشاره وویل، د طالبانو هغه ادعا چې په افغانستان کې يې د امنیت راوستلو په اړه کړې وه، ماته شوې ده.

هغه ازادي راډيو ته وویل ،چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په خپلو انتقامي سیاستونو او د داعش څخه د رامنځته شوي تهدید په کم نیولو سره، طالبانو په افغانستان کې د داعش په څېر ډلو له خوا د جګړې د کمپاین لپاره لاره هواره کړې ده.

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د خبریال له قوله لیکلي، چې په ښوونځي کې دننه يې په وینو لړلي دېوالونه، سوځېدلي کتابونه او د کوچنیانو بوټونه ولیدل.

ورځپاڼې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، داسې ښکاري چې یوه ځانمرګي بریدګر د ښوونځي په انګړ کې چې د زرو زده کوونکو ظرفیت لري، په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد چولي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکي، چې ځینې افغانان له لوږې او د خپلو پورونو پرې کولو لپاره خپل پښتورګي یا د کورنۍ غړي پلوري.

ورځپاڼې د ګل محمد په نوم د یوه سړي پر کیسه تمرکز کړی چې د ورځپاڼې په وینا په اګسټ میاشت کې مخکې تر دې چې هرات ولایت د طالبانو لاس ته ولوېږي، له خپلې مېرمنې سره يې یو ځای د خپل ۱۵ کلن زوی د پښتورګو پلورلو پرېکړه کړې وه.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، هغو کسانو چې ګل محمد ته یې د خوړو او درملو لپاره پور ورکړی وو، پر هغه فشار راوړ چې پیسې یې ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا، ګل محمد خپل زوی ته له څه ویلو پرته هغه روغتون ته وړی او ډاکټر ته یې ویلي وو چې پښتورګی ورڅخه وکاږي.

ګل محمد او مېرمن یې د خلیل احمد پښتورګی په څلور زره او پنځه سوه ډالره وپلوره.

ورځپاڼه لیکي، چې د ګل محمد د کورنۍ په څېر نور افغان اتباع هم له یوه بې ساري بشري ناورین سره مخامخ دي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور یادونه هم کړې، چې وايي د 39 ميليونه افغانانو تر نیمايي زیات یې له لوږې سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG