د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د القاعده شبکې مشر نوی وېډیويي پيغام؛ ایمن‌الظواهري د نړۍ مسلمانان جګړې ته وهڅول


ارشیف، د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري
ارشیف، د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري

د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري په یوه وېډیويي پیغام کې د نړۍ مسلمانان جګړې ته هڅولي دي.

د دې وېډیو له خپرېدو وروسته د اسوشیټډ پرس اژانس په وینا دا اندېښنه پیدا شوې ده چې دا ډله چې څه باندې ۲۰ کاله مخکې یې په افغانستان کې هغه ترهګر بریدونه طرحه کړي و چې پر نیویارک او واشنګتن ترسره شوي وو، بیا په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړی دی.

د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وېډیو د لومړي ثبوت په توګه ښودل کېږي چې دی لا هم ژوندی دی.

مخکې داسې اوازې وې چې ویل کېدل ښایي دی وژل شوی وي.

اسوشیټډ پرس اژانس څرګندوي چې دا وېډیو په افغانستان کې د القاعده د موجودیت وېره راپورته کوي او په افغانستان کې له ترهګرو سره د مبارزې او د واکمنو طالبانو د ژمنو په اړه اندېښنې پیدا کوي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی د حکومت د لومړۍ دورې له سقوط وروسته الظواهري دوی نه‌دی لیدلی.

مجاهد زیاته کړې وه: "موږ ته نه‌معلومېږي چې دی به چېرته وي، وروسته له ۲۰۰۱ کاله له هغوی سره زموږ کتل نه‌دي شوي او له دې هم نه‌یو خبر چې چېرته اوسي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د القاعده شبکې د مشر په نوې وېډیو کې چې د سې شنبې په ورځ لومړی ځل خپره شوې ده دا نه‌ښکاري چې دی چېرته دی، خو له ده سره نږدې یو کلاشنیکوف ښکاري او لاهم په دې وېډیو کې الظواهري د اسلامي هېوادونو خلک جګړې ته هڅوي.

دی وايي: "یو متحد امت په څو جبهاتو کې له یوې جګړې سره مخامخ دی."

د الظواهري دا وېډیو چې اسوشیټډ پرس اژانس خپره کړې ده، په‌کې د افغانستان نوم نه‌دی یاد شوی. ده طالبان هم نه‌دي یاد کړي.

په افغانستان کې د القاعده د فعالیت په اړه د طالبانو حکومت وايي، اوس ‌مهال د دې ډلې وسله‌‌وال په افغانستان کې نه‌‌شته او د امریکا له متحده ایالاتو سره په دوحه کې د شوي تړون پر بنسټ، د طالبانو او القاعده لارې جلا دي.

په افغانستان کې د القاعده په تړاو تېره میاشت د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنټ فرانک مک‌کنزي ویلي و چې د دې ډلې غړي له طالبانو سره خپلوۍ لري چې له دې امله ګرانه ده چې طالبان له دې ډلې سره هغسې مبارزه وکړي لکه له داعش سره چې یې کوي.

جنرال مک‌کنزي دا خبره هم کړې ده چې دوی طالبان له نږدې څاري او ورته ګوري چې د القاعده پر ضد څه ډول ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG