د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

امریکا: د زندانونو د ماتولو په اړه د طالبانو بېړنۍ پرېکړې داعش ډله پیاوړې کړه


ارشیف، د داعش ډلې یو شمېر جنګیالي
ارشیف، د داعش ډلې یو شمېر جنګیالي

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت فرانک‌ مک‌کنزي یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د ودې او پراختیا او په راتلونکي اوړي کې د پراخو بریدونو په اړه له وړاندې اندېښنه وښوده.

هغه موضوع چې طالبان‌یې په پرله‌پسې توګه ردوي.

ښاغلي مک‌کنزي پرون خبریالانو سره خبرو کې د افغانستان د نیولو پر مهال د طالبانو له‌خوا د زندانونو ماتولو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، د طالبانو دې بېړنۍ پرېکړې او لنډ لیدلوري داعش ډله پیاوړې کړه او له دوی سره د نوې انرژۍ او وړتیا یوځای کېدو لامل شوه چې کولای شي د جګړې په راتلونکي فصل کې د هغوی لپاره د قوت ریښه وګرځي.

د سنتکام مشر که څه هم وویل، افغانستان کې به د داعش بریدونه زیات شي، خو دا یې هم وویل، ارزونه‌یې ښيي چې طالبان به‌یې پر ضد سخت عملیات وکړي.

د سنتکام مشر جنرال کنت فرانک مک‌کنزي
د سنتکام مشر جنرال کنت فرانک مک‌کنزي

دی وايي: "زه فکر کوم چې طالبان به هڅه وکړي چې د داعش د محدودولو لپاره عملیات وکړي. دا به جالبه وي چې وګورو ایا دوی دا کار کوي او که نه، ځکه داعش سخت هدف دی. د دوی شمېر د تېر په پرتله زیات شوی. تاسې پوهېږئ چې دا به د طالبانو لپاره یوه ننګونه وي. که څه هم زما ارزونه ښيي چې طالبان به هڅه وکړي په ټول قوت د داعش پر ضد عمل وکړي."

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ شمېرې ښيي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه له ۴ زرو زیات وسله‌‌وال لري.

خو د طالبانو حکومت بیا وايي، داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌لري او فعالیت‌یې صفر ته نږدې شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د داعش د پاتې شونو د پیدا کېدو لپاره استخباراتي عملیات روان دي، هڅه روانه ده چې دا پدیده په ټولیز ډول د افغانستان له خاورې پاکه شي، کومې اندېښنې چې امریکايي چارواکي لري دا موږ ردوو اصلي خبره دا ده چې دلته د اندېښنو د راپیدا کولو هڅه کېږي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د داعش ترڅنګ القاعده د افغانستان د ملي امنیت لپاره بل ګواښ بلل کېږي.

که څه هم د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت فرانک‌ مک‌کنزي په افغانستان کې د القاعده شمېر کم او پاشلی بولي، خو زیاتوي چې له طالبانو سره د القاعده ډلې د غړو کورنۍ او دودیزې اړیکې د دې لامل شوي چې دې ډلې سره مبارزه، طالبانو ته ستونزمنه کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر وايي، دوی طالبان له نږدې څاري او ګوري چې د القاعده پر ضد څه ډول ګامونه اخلي.

په افغانستان کې د القاعده د فعالیت په اړه د طالبانو حکومت بیا وايي، اوس‌مهال د دې ډلې وسله‌وال په دې هېواد کې نه‌شته او له امریکا سره په دوحه کې د شوي تړون پر بنسټ، د طالبانو او القاعده لارې جلا دي.

هغه خبره چې امریکا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپايي ټولنې نه‌ده منلې.

XS
SM
MD
LG