د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

کابل کې د کور په کور پر تالاشۍ نیوکې؛ طالبان: ډېری وسلې لاسته راغلي


ارشیف
ارشیف

طالبان په داسې حال کې د کور په کور تلاشیو په بهیر کې د لاسته راوړنو خبره کوي چې په کور دننه او بهر له دې امله پرې نیوکې شوي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د دغو تلاشیو د بهیر په اتمه ورځ (جمعه) ازادي راډیو ته وویل: "په دې لړ کې زموږ امنیتي ځواکونو په زیاته اندازه وسلې لاسته ورغلي، تازه مو څلورمه حوزې سیمې کې یو کور نه ۱۰ امریکایي راکټ لانچر وویستل، پرون مو د دویمې حوزې اړوند سیمې نه له یوه کوره ۷ ټانګونه وویستل."

ښاغلی ځدران وایي، دوی ان د تلاشیو په بهیر کې له ځینو سیمو اختطاف شوي کسان هم ژغورلي دي.

که څه هم دی په دې عملیاتو کې د ترلاسه شوېو مهماتو او وسلو دقیق شمېر په اړه څه نه وايي، خو د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د نیول شوېو سپکو او درنو وسلو شمېر شااوخوا ۴۰۰ میلو ته رسیږي، لسګونه ماینونه، ۱۳ ټنه باروډ/چاودېدونکي توکي او څه باندې ۶۰ زرهي او دولتي موټر هم ترلاسه شوي.

په دې سربېره د ذبیح الله مجاهد په خبره نهه سړي تښتوونکي،۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي هم نیولي.

خو ځینې هغه کسان چې کورونه یې تلاشي شوي، د امنیتي ستونزو له امله ونه غوښتل چې راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، طالبان د تلاشیو پرمهال ویرونکی چلند کوي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي په دې اړه وویل:"کله چې طالبان زموږ کور ته راغلل له سهاره تر ماښامه یې په سیمه کې هېڅ څوک پرې نه ښودل چې له کوره ووځي، له ناولو بوټونو سره زموږ کور ته راننوتل، ماشومان ډېر ووېرېدل او دوی ویل چې موږ تلاشیو ته راغلي یو."

ذبیح الله مجاهد: نهه سړي تښتوونکي،۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي هم نیول شوي.
ذبیح الله مجاهد: نهه سړي تښتوونکي،۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي هم نیول شوي.

خو ځینو عامو کسانو له دې تلاشیو هرکلی هم کړی او د امنیت د لا خوندیتوب لپاره یې ښه اقدام بللی، خو افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر، بریتانیا او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو پر طالبانو غږ کړی چې دا تلاشۍ دې بندې او هڅه دې وکړي چې د ولس د حقونو درناوی دې وکړي.

د طالبانو د تلاشیو دا بهیر لاهم په کابل او ځینو شمالي ولایتونو کې روان دی.

د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د نړیوالو اړیکو د برخې مشر علي میثم نظري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، اوس چې د نړیوالو تمرکز پر اوکراین دی طالبانو په کابل او شمالي ولایتونو کې تلاشۍ زیاتې کړي، خو په خبره یې دا به دوی ونه ویروي او د طالبانو پر وړاندې د ماتې لپاره مقاومت ته دوام ورکړي.

باورونه شته چې طالبان دا تلاشۍ د مقاومت جبهې د فعالیتونو د مخنیوي او د دوی پر ضد د نورو وسله والو د کنټرول لپاره ترسره کوي- هغه څه چې طالبانو رد کړي او ویلي یې دي چې دا عملیات او تلاشۍ عمومي دي او د ټولو خلکو د امنیت د ساتلو لپاره پلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG