د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې راپور رد کړ  


طالبان
طالبان

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې وروستي راپور ته په غبرګون کې وایي، د دا شان راپورونو خپرول چې سند په کې نه وي وړاندی شوی، د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر نه دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ازادي راډیو ته د یوه پیغام په استولو سره ویلي:"د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور چې په کې ادعا شوې چې افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت ډېر شوی، په کلکه ردوي. "

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په دوحه کې شوې هوکړه عملي کړې او چا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې کوم بل هېواد وګواښي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه شان ویلي چې د ملګرو ملتونو په ګډون ټول اړخونه باید د حقیقت په درکولو سره مسؤلانه څرګندونې وکړي.

خو ځیني سیاسي شنونکي له بهرنیو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون ناشونی بولي.

ډیپلوماته او د ولسي جرګې پخوانی غړې شکریه بارکزۍ وايي:" طالبان نه شي کولای چې خپل اړیکي له بهرنیو ډلو لکه القاعده او نورو سره پرې کړي، ځکه چې دوی د همکارۍ یوه تاریخي مخینه او د دیني مسایلو او لوېدیځې نړۍ په تړاو ګډه موخه او ګډه ایدیالوژی لري. "

ډیپلوماته او د ولسي جرګې پخوانی غړې شکریه بارکزۍ
ډیپلوماته او د ولسي جرګې پخوانی غړې شکریه بارکزۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار دلې په یو راپور کې راغلي چې د بن لادن زوی عبدالله د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو سره د لیدنې په موخه افغانستان ته تللی.

هغه موضوع چې طالبان یې ردوي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ د شپږو میاستو په تېرېردو سره افغانستان اوس د دې وړ ګرځېدلی چې د القاعده او د منځنۍاسیا د یو شمېر ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدل شي.

XS
SM
MD
LG