د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

نیویارکر ورځپاڼه: د طالبانو حکومت له داخلي اختلافونو سره مخ دی


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان
  • نیویارکر ورځپاڼه

له امریکا خپرېدونکې نیویارکر ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی، طالبان د واک له واقعیتونو سره مخ دي.

په نیویارکر کې د خپرې شوې دې لېکنې په وینا طالبان واک ته د بیا رسېدو لپاره دوه لسیزې وجنګېدل، خو د یوه نوي پیل لپاره یې ژمنې د داخلي اختلافونو او بهرني مخالفتونو سره په ټکر کې دي.

ورځپاڼه وړاندې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت له داخلي اختلافونو سره مخ دی.

د ورځپاڼې په وینا ددې اختلافونو په یو اړخ کې د کندهار طالبان چې په کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخند زاده، د دفاع وزارت سرپرست او د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب او د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخوند شامل دي.

د ورځپاڼې په باور په بل طرف کې یې د حقاني شبکه ده چې د لیکوال په باور د پاکستان د استخباراتو سره نژدې اړیکې لري.

د نیویارکر لېکوال وړاندې وايي، په طالبانو کې کندهار حوزې ته منسوب مشران تر ډېره په خپل هېواد کې پر واک تمرکز لري، خو په وینا یې د حقاني شبکه د نړیوال جهاد مساله کې لېوالتیا لري.

د طالبانو په حکومت کې اوسنیو مشرانو پرله پسې دا ادعاوې چې ګوندې د دوی ترمنځ څو لوري او اختلافونه دي، رد کړي دي او وايي، دوی د یو مشرتابه لاندې خپله حکومتولي او کارونه تنظیموي.

  • نشنل ورځپاڼه

نشنل ورځپاڼه چې له عربي متحدو اماراتو څخه خپریږي د بریتانیا د 'اېم.اۍ.۵' د استخباراتو د ادارې د مشر کین مککالوم له قوله وايي، بریتانوي سخت دریځي افغانستان ته ځي.

تر سرلیک لاندې په یوه جمله کې راغلي، امکان لري چې د طالبانو تر واک لاندې بې وزله افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په روزنځای بدل شي.

ورځپاڼه د مککالوم له خولې لیکلي:

د بریتانیا استخباراتو داسې شواهد ترلاسه کړي چې ښيي ترهګر یو ځل بیا افغانستان کې ځانونه منسجموي او نوي استخدام شوي افراد یې دې هېواد ته سفرونه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د تېرکال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره دا اندېښنې ملې وې چې امکان لري نړیوال ترهګر یو ځل بیا دې هېواد کې پټن ځایونه پیدا کړي، سره له دې چې طالب مشرانو ژمنه کړې چې داسې کسانو ته به خپل هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د نشنل ورځپاڼې د داعش د سخت دریځې ډلې د خراسان څانګه افغانستان کې تر ټولو ډېره اورپکې ډله بللې ده، خو طالب چارواکو په وروستیو کې ویلي چې د داعش ډله نه شي کولی افغانستان کې ګواښ رامنځته کړي. طالبانو همدارنګه ویلي، هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

ورځپاڼې لیکلي:

طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې دوه تنه چې یو یې بریتانوي پاسپورټ درلود د افغانستان په شمال کې په یو بندر کې په دې شک ونیول چې د داعش ډلې له خوا استخدام شوي دي. دوی غوښتل د حیراتان بندر له لارې افغانستان ته ننوزي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د بریتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ډیوېډ میليبند څرګندونې خپرې کړي دي چې وايي، لویدیځ د قحطۍ د سیاست پر تحمیلولو افغانستان او د دې هېواد شهرت له ورانونکي زیانونو سره مخ کړی دی.

ښاغلي میليبنډ چې دا مهال د ژغورنې د نړیوالې کمېټې اجرايي مشر دی ورځپاڼې ته د پېغور په بڼه ویلي: "که موږ غوښتي وي چې یو ناکام دولت جوړ کړو تر هغې پالیسۍ چې اوس یې لرو بله هېڅ بهتره پالیسي نه شو موندلی."

میليبند د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د امریکا له ولسمشر او نړیوال بانک څخه یې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه دې نه یوازې د بشري مرستو بلکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغوونې لپاره هم ازاده کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG