د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

له پاکستانه د راغلي پلاوي ناسته؛ طالبان: د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی


ويل شوي دي د قبايلو مشرانو دا ناسته د کابل په سرينا هوټل کې ده، خو طالبانو دا خبره نه ده تايد کړې
ويل شوي دي د قبايلو مشرانو دا ناسته د کابل په سرينا هوټل کې ده، خو طالبانو دا خبره نه ده تايد کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د قبایلې مشرانو د یو پلاوی رسېدل تاييدوي او وايي د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي د غړو او قبایلي مشرانو د خبرو د اجنډا په اړه څه نه وايي خو یو شمېر پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د ځینو چارواکو له قوله ویلي دي چې دغه پلاوی به له تحریک طالبان پاکستان له مذاکره کوونکو سره د اوربند پر غځېدو خبرې وکړي، هغه چې د روانې اوونۍ سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا یوازې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته د قبایلي مشرانو د یو پلاوي د رسېدو خبر تاييدوي خو په دې اړه نور څه نه وايي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د سیمې امنیت د افغانستان په ګټه دی او که د پولې دواړو خواو ته نا امني وي دغلته د پرتو قومونو پر ژوند منفي اغېز لري.

نوموړي وويل: "د سیمې امنیت د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز لري، که دا ستونزې حل نه‌شي، افغانستان له بېلابېلو لارو پرمختګ نه‌شي کولای، امنیت په سیمه کې یو اصل دی، د پولې دواړو خواوو ته یو خلک او یو قوم دی، د دوی بې ثباتي د یو بل پر ژوند، پر کډوالۍ او دغه شان څه موده وړاندې په خوست او کونړ کې چې کوم هوايي حملې وشوې په دغه ډول پېښو مستیقم اغېز لري."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ځینو طالب سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستاني پلاوي او ټي ټي پي له غړو سره کتلي او دواړو لوري يې اوربند ته هڅولي دي.

ویل کېږي چې دا خبرې د کابل په سرینا هوټل کې روانې دي، که څه هم دا خبره طالبانو نه ده تاييد کړې خو د کابل د سرینا هوټل شاوخوا د طالبانو امنیتي سرتېري لیدل کېږي چې کلک امنیتي تدابیر يې نیولي دي.

کابل ته د قبایلي مشرانو راغلی پلاوی چې شمېر يې د پاکستاني رسنیو دراپورونو په حواله ۵۰ تنه ښودل شوی مشري يې د پاکستان پخوانی سناتور مولانا صالح شاه کوي او د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو قومي مشران او د ولایتي شورا ځينې غړي يې ملتیا کوي.

په یو شمېر ویډیو ګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي ښکاري چې دغه قبایلي پلاوی د پاکستان په پوځي الوتکه کې سفر کوي، که څه هم دغه مسلې په کور دننه او بهر د ټولینزو رسنیو د ګڼو کارکوونکو غبرګونونه راپارولي دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد يې په اړه بې خبري ښيي.

ویل کېږي چې دغه قبایلي پلاوي کابل ته له راتګ وړاندې له پاکستاني لوري سره هم کتلي دي.

د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند شوې هوکړه د تېرې سې شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

که څه هم د اوربند د غځېدو هیله ښودل شوې ده خو دوه ورځې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني ویلي وو چې په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې او نورو خبرو ته اړتیا ده.

د روانو خبرو د اجنډا په اړه تر دې دمه هیڅ نه دي ویل شوي خو د ټي ټي پي ځینو غړو د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادي راډيو مشعل څانګې ته ویلي دي چې پاکستاني طالبان د ټولو طالب بندیان خوشې کېدل، دټي ټي پي پر غړو د پاکستان د قانون چې د دوی په وینا غیر شرعي ده د مادو نه عملي کول، په ملاکنډ ډیوېژن کې نظام عدل عملي کول، له قبایلي سیمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ وتلو او له خېبر پښتونخوا څخه د قبایلي سیمو د بېلولو غوښتنې لري.

دغې سرچینې دغه شان ویلي چې د پاکستان پوځ بیا غواړي چې تحریک طالبان پاکستان خپله وسله واله ډله ختمه کړي، د پاکستان قانون ومني، له داعش ډلې سره اړیکې پرې کړې او د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړي.

د دغې سرچیني په خبره چې پاکستاني پوځ د دوی ځينې غوښتنې منلي خو په ځينو نورو به بحثونه کېږي.

XS
SM
MD
LG