د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د پوځ او ټي ټي پي ترمنځ خبرې؛ نن کابل ته يو پنځوس کسيزه پلاوی ورځي


د روغې جوړې دا خبرې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب کېږي.
د روغې جوړې دا خبرې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب کېږي.

ټاکل شوې ده چې له پاکستانه نن پنځوس کسیز پلاوی کابل ته ولاړ شي او هلته د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې وکړي.

د روغې جوړې دا خبرې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب کېږي.

تحریک طالبان پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د اسلامي شرعي نظام د پلي کېدو غوښتنه کوي.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د پنځوس کسیز پلاوي مشري به د پاکستان پخوانی سناتور مولانا صالح شاه کوي.

په دې هیات کې د شمالي وزیرستان، اوکرزۍ، کُرم، خېبر، مومند، باجوړ او ملکنډ په ګډون قبایلي مشران شامل دي.

د ازادي راډیو د ترلاسه کړیو معلوماتو له مخې تحریک طالبان پاکستان دا غوښتنه لرې چې د خېبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې دې اسلامي شریعت نافذ شي، د پاکستان حکومت دې د دوی تضمین وکړي چې څوک به څه نه ورته وایي نو دوی حاضر دي چې خپلو کورونو ته ستانه شي او روغه وکړي.

د دې ترڅنګ د پاکستاني طالبانو تحريک دا غوښتنه لري چې قبایلي سیمې چې په ۲۰۱۸ کال کې له خېبر پښتونخوا سره یوځای شوې وې بېرته د زاړه اداري چوکاټ له مخې د قبایلي سیمو په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د ټي ټي پي او پاکستاني پوځ ترمنځ تر دې مخکې هم څو ځل خبرې شوي دي، خو بېرته ناکامې شوي دي.
د ټي ټي پي او پاکستاني پوځ ترمنځ تر دې مخکې هم څو ځل خبرې شوي دي، خو بېرته ناکامې شوي دي.

په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځیانو پخوانی مشر متقاعد جنرال محمود شاه په دې نظر دی چې د روغې جوړې دا خبرې د پاکستان د اساسي قانون په خلاف دي.

نوموړی وايي: "د پاکستان قانون د دې اجازه نه ورکوي او څومره زړې کیسې چې وې لکه په ملکنډ کې عملیات شوې دي او دوی وایي چې دلته شریعت نافذ شوی و، هغه خبرې د ماضي خبرې دي او په قبایلو کې سیستم بدل شوی دی او د پاکستان اساسي قانون تعدیل شوی دی نو پر دې موضوعاتو خبرې کول مناسب نه دي او د پاکستان لپاره ډېره غلطه خبره ده"

د قومي مشرانو پلاوی نن په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان له یوه مشر مفتي نور ولي مسید او یو شمېر نورو مشرانو سره ګوري او پرون یې په پېښور کې له پاکستاني امنیتي چارواکو سره خبرې کړې وې.

د دې خبرو لپاره تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني ځواکونو سره اوربند چې د دوشنبې تر شپې پورې یې ادامه لرله تر نامعلوم وخت پورې تمدید کړی دی.

XS
SM
MD
LG