د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو کمپاينونه؛ زده کوونکې: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي


نجونې زده کوونکې
نجونې زده کوونکې

له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره کمپیانونه د پراخېدو په حال کې دي.

د دې کمپاینونو جوړونکي وایي په دې ډول غواړي پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو اجازه ورکړي.

امنه چې د لوګر ولایت اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، له څه باندې درې سوو ورځو راهیسې هره ګړۍ په دې تمه دي چې د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان به یې وشي خو په خبره یې ورځ بلې ته د دې مسله ځنډ ناهیلې کړي دي.

نوموړې وويل: "دا لس نیمې میاشتې شوې خو دوی «طالبانو» د ښوونځیو د پیل په اړه هېڅ ونه ویل، موږ ټول مایوسه یو، هیله کوو دوی چې ښوونځي پرانیزي خلک ټول د دوی دې پرېکړې ته په تمه دي."

نجونې هره شېبه د ښوونځيو پرانيستلو خبر ته په بې صبرۍ انتظار کوي.
نجونې هره شېبه د ښوونځيو پرانيستلو خبر ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر افغان فعالینو له لوري پر ټولنیزو رسنیو انلاین او په بېلابېلو ولایتونو کې حضوري توګه د "نجونو ښوونځي پرانیزئ، تعلیم د نجونو حق دی" په عنوان کمپاینونه پیل شوي دي.

دا کمپاینونه تر لوی اختر څو ورځې مخکې پیل شوي او لا هم روان دي.

د دې کمپاینونو یوې پرمخ وړونکې مریم جامي ازادي راډیو ته وویل چې په دې ډول غواړي پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

نوموړې وايي: "موږ دا کمپاین د معدني فعالینو او بشري حقونو مدافعینو په مټ په خواله رسنیو ځکه پیل کړی چې د افغانستان د اوسني نظام ونډوال او مشران چې ځانونه اسلامي حکومت بولي، نړیواله ټولنه او هغه هېوادونه چې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي چارو کې ښکېل دي باید پوه شي او فشار پرې وارد شي چې هر څه ژر دې د نجونو ښوونیز مرکزونه او ښوونځي پرانیزي."

د دې انلاین تازه پیل شوي کمپاین کمپاینرانو «د نړیوالو رهبرانو او اسلامي هېوادونو » ته په دې اړه یو سر خلاصی لیک هم استولی او په دې کې له دوی څخه غوښتنه کړې چې د افغان نجونو د تعلیم له حق نه دې ملاتړ او پر طالبانو دې فشار وارد کړي تر څو د نجونو دا «اساسي او اسلامي» حق ورکړي.

بلخوا د قلم لار بنسټ چې له کلونو راپه‌دېخوا په افغانستان کې په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم په برخه رضاکاره فعالیتونه کوي، مشر یې عطاالله ویسا وایي له میاشتو میاشتو راهیسې یې په حضوري او انلاین توګه په دې برخه کې د عامه پوهاوي کمپاینونه او فعالیتونه ګړندي کړي تر څو طالبان نجونو ته د ښوونځيو د تګ اجازه ورکړي.

قلم لار بنسټ اوس په جنوبي ولايتونو کې ګرځنده ښوونځی هم لري
قلم لار بنسټ اوس په جنوبي ولايتونو کې ګرځنده ښوونځی هم لري

نوموړی وايي: "دا زموږ د ولس په ذهنیت جوړولو کې خلکو د هڅولو کې تر ټولو ښه مرسته کوي چې ټول غږ پورته کړي او د یوې طبقې اساسي حقونه وپېژني او د هغوی د حق لپاره مبارزه وشي."

هڅه مو وکړه د دغو کمپاینونو او له تعلیمه د محرومو شویو زده کوونکو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو تازه معلومات او نظر ولرو خو تر دې دمه یې زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په دې اړه به د دیني عالمانو یوه شورا راغوښتل کېږي خو په کابل کې د تېرې میاشتې جوړې شوې دیني عالماوو ناستې هم کومه پایله ور نه کړه.

څه باندې ۳۰۰ ورځې شوې چې طالبانو له شپږم ټولګیو پورته نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې کړې دي.

په دې موده کې پر افغانستان دننه او بهر ان په نړیواله کچه نیوکې، غوښتنې او اعتراضونه وشول او روان دي، خو لا یې کومه پایله نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG