د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

سمه ییز چارواکي: هلمند کې ۴۰۰۰۰۰ نجونې له ښوونځيو محرومې دي


ارشیف
ارشیف

هلمند دووه میلیونه نفوس خو څلور لکه نجوني په کې له ښوونځيو محرومې دي.

د ناد علي ولسوالۍ په چاه انجیر کلي کي د نجونو د یوه ښوونځي د دووه پوړیزه ودانۍ کار پیل شو.

که څه هم زده کوونکي د مودو راهیسې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنيوي په خاطر رخصت دي، خو مسئولین وايي له وړاندې د ترتیب شویو موادو په مرسته دغه ښوونځی په شلو راتلونکو ورځو کې جوړېږي.

سیمه‌ییز خلک وايي تر دې مخکي به‌يې په کال کي څو ځله شخصي کورونه په کرایه نیول چې لوڼې يې په کې درسونه ووايي.

وکیل محمد عمر اڅک او داکتر عبدالکریم ازادي راډیو ته وویل دوی ته باک نه کوي، خو نور ډېر کسان خپلې لوڼې د ښځینه ښوونکو او د نجونو لپاره د جلا ودانۍ دنه موجودیت په خاطر ښوونځیو ته نه استوي.

محمد عمر اڅک وايي: "موږ په دې برخه کې ډېر مشکلات لرو. د زده کوونکو په حساب کې نجونې مو په شخصي سرایونو کې درسونو ته استولي. که موږ ته د نجونو او هلکانو په برخه کې ښوونځي جوړ شي خوشاله کېږو. دغه اوس زموږ ۲۰۰ نجونې چمتو دي چې د ښوونځي ودانۍ ورته جوړه شي او درسونو ته راشي.

داکتر عبدالکریم وايي: "د نجونو لپاره د ښوونځیو ودانۍ ډېره ګټه کوي. اکثره خلک د خپل لوڼو د درسونو لپاره لښکرګاه ته تللي دي. اول زه يم د دغه خاطره په لښکرګاه کې اوسېږم چې لوڼې مې زده کړه وکړي. که موږ ته د نجونو لپاره ودانۍ جوړه شي غټه مرسته به وکړي او ټول خلک به لوڼې ښوونځیو ته واستوي."

د هلمند د پوهنې رئیس وايي، په دې ولایت کې لاهم شااوخوا ۴ لکه نجونې ښوونځیو ته نه‌شي تللای.

محمد داود شاه صفاري ازادي راډیو ته وویل د ناامنیو ترڅنګ یو شمېر کسان د کلتوري، مذهبي او کورنیو ستونزو په خاطر خپلو لوڼو ته د زده‌کړې حق نه ورکوي.

دی وايي: "موږ په هلمند کې د ۶ لکه په شااوخوا کې ماشومان لرو چي له زده کړو بې برخې دي، چې ډېره برخه يې نجونې دي چې ان شمېر يې ۴ لکه ته رسېږي، ځکه چې د نارینه زده کوونکو په پرتله د نجونو شمېر ډېر کم دی او د هلکانو احصایه زیاته ده. د خلکو څخه مو غوښتنه داده چې علم پر نارینه او ښځینه فرض دی، نو خپلې لوڼې دې ښوونځیو ته واستوي او درس دې پرې ووايي."

ښاغلي صفاري وویل د اقرا‎ د پروګرام له لارې چې د معارف سره په ګډه د پوهنې په برخه کې کار کوي سږکال د هلمند نجونو ته ۱۴۰ نوې ودانۍ جوړېږي.

اوس‌مهال په دې ولایت کې د ۴۰ زره په شااوخوا کې نجونې ښوونځیو ته ځي چې د پوهني د ریاست د مالوماتو له مخي زیات شمېر يې د کورنیو له‌خوا دولسم یا تر هغه لوړو زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.

د کلتوري او کورنیو ستونزو ترڅنګ بله مسئله د هلکانو او نجونو د ګډ تعلیم سره د خلکو حساسیت دی.

لیکوال او ژورنالست زین‌الله ستانکزی چي کلونه يې په دې برخه کې کار کړی دی وايي، د پوهنې وزارت ته په کار ده چي د هغه سیمو ټولینزو حساسیتونو ته په کتلو نجونو ته جلا ښوونځي جوړ او ښځينه ښوونکي ورته په دندو وګماري.

هغه زیاته کړه: "که چېرې حکومت د نجونو لپاره جلا ودانۍ او ښځینه ښوونکي په دندو وګماري دا ستونزه هوارېږي. په کار خو دا وه چي د هلکانو لپاره د هرې ودانۍ په څنګ کي نجونو ته هم جلا ودانۍ جوړې شوي وای، خو د ښځینه ښوونکو د ګومارلو مسئله لږ ستونزمنه ده ځکه باسواده مېرمنې کمې دي که وي هم کورنۍ يې د دندي اجازه نه ورکوي. د جلا ودانيو پروګرام اوس هم چټک کېدای شي او که خلک غوښتنه لري حکومت يې باید ورته جوړ يې کړي."

د مالوماتو له مخې اوس‌مهال په لښکرګاه او ګرشک کې ډېرې په نادعلي کې کمې، خو په نورو ۱۳ ولسوالیو کې نجونې ښوونځيو ته نه ځي که ځي هم تر اول او دوهم ټولګي پورې محدودې دي.

XS
SM
MD
LG