د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د پوهنې وزارت: سږکال یو ميلیون کوچنیان په ښوونځيو کې شاملېږي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان په سړو سیمو کې نن شنبه د مارچ درویشتمه نوی تعلیمي کال پیل شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت په وینا، سږکال یو ميلیون کوچنیان ښوونځيو ته نیسي.

د پوهنې وزارت وايي، له هغو کوچنیانو به چې تېرکال ښوونځي ته له تګه پاتې شوي، پنځه سوه زره په ښوونځیو کې شامل شي.

د دې وزارت ویاندې، نوریې نزهت وویل چې د کوچنیانو د تعلیم د اهمیت په اړه د خلکو د معلوماتو د زیاتولو له لارې غواړي چې کورنۍ تشویق کړي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت لوحه
د افغانستان د پوهنې وزارت لوحه

​نوریې نزهت پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"سږکال هیله ده چې ډېرې نجونې به ښوونځیو ته شاملې شي، په روان کال کې موږ علاوه پردې چې یو ميلیون زده کوونکي جذبوو، له هغو کوچنیانو چې له ښوونځيو پاتې دي، پنځه لکه جذبوو چې ډېرې یې نجونې دي.

د نوریې نزهت په وینا، په افغانستان کې تېرکال د لسو هلکانو په مقابل کې یوازې شپږ نجونې ښونځي ته شاملې شوې وې او د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د نجونو شمېر زیات کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله، تېرکال په افغانستان کې درې اعشاریه اووه ميلیونه کوچنیان ښوونځیو ته له تګه محروم پاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې چې تېر دوبی خپور شوی و، لیکلي وو چې په افغانستان کې د ماشومانو نیمايي برخه له تعلیمه پاتې شوې چې شپېته فیصده یې نجونې وې.

آرشیف/ یو تن افغان ماشوم
آرشیف/ یو تن افغان ماشوم

​د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت د خرابوالي، کمزوري اقتصاد او د ناسمو دودونو له امله په ډېرو سیمو کې نجونې له ښوونځیو پاتې شوې دي.

نوریه نزهت وایي:

"هغه کوچنیان چې په نا امنو سیمو کې اوسي، لکه پکتیا، پکتیکا، هلمند، زابل او نورو ولایتونو کې چې جګړې وې او ناسم رواجونه پر ورځني ژوند غالب دي یا اقتصادي ستونزې زیاتې دي، له ښوونځيو پاتې شوي دي."

نوریې نزهت وویل چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله پر خلکو اقتصادي فشار زیات شوی او ډېرې کورنۍ د ښوونځیو پر ځاي خپل ماشومان د کار ځای ته لېږي.

د هغې په وینا، د امنیت خرابېدل او د اقتصاد کمزوری کېدل مستقیماً د کوچنیانو پر تعلیم اغېز کوي.

خو له دې ستونزو سره هم، د ملګرو ملتونو یوه سروې څرګندوي چې په افغانستان کې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د پنځلس او څلرویشت کلونو ترمنځ ځوانانو یو دېرش فیصده باسواده وو، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دا فیصدي ۵۴ ته لوړه شوې ده.

د افغانستان لپاره د یونسېف د ادارې مشرې ادېل حضر په یوه بیان کې ویلي چې ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو تګ یوازې په ټولګیو کې د کېناستلو معنی نه لري، بلکې هغوی ته د ثبات موندلو لار ورښيي.

XS
SM
MD
LG