د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

یو شمېر افغان زده کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري!


د پوهنې وزارت مربوط ځيني کتابونه
د پوهنې وزارت مربوط ځيني کتابونه

په داسې حال کې چې د ښوونځيو کتابونه په ناقانونه ډول په بازارونو کې پلورل کېږي، یو شمېر افغان زده کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري.

نن د هېواد د سړو سیمو میلیونونه زده کوونکي د زده کړو په هدف د ښوونځيو پر لور روان شول.

په کابل کې یو شمېر افغان زده کوونکو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې هر کال ورته په سمه توګه کتابونه نه رسېږي او اړ دي چې ښوونیز کتابونه له بازاره وپېري.

د هلمند د یوه ښوونځي د زده کوونکو یو انځور
د هلمند د یوه ښوونځي د زده کوونکو یو انځور

دوی وایي:

"زما نوم شمله ده، د الفتح ښوونځي د دوهم ټولګي زده کوونکې یم، په لومړي ټولګي کې مې هم ټول کتابونه خپله پېرلي وو او د دوهم ټولګي لپاره مې هم خپله اخیستي دي."

"ښوونځي راته لس کتابونه راکړل، خو ټول څيرې څيرې شوي وو، مجبوره یم چې شپږ نور یې له بازاره واخلم، خپله کار کوم او کتابونه به هم خپله اخلم."

"دوه کاله کېږي چې ښوونځي راته کتابونه نه دي راکړي، ما هم په لومړي او دوهم ټولګي کې کتابونه خپله واخیستل، له پوهنې وزارته غواړم چې موږ ته کتابونه راکړي."

خو هغو زده کوونکو ته چې د پوهنې وزارت له لوري کتابونه رسېدلي هم دي، کورنۍ یې وايي چې زاړه شوي او د استفادې وړ نه دي، دوی په دې برخه کې د پوهنې وزارت جدي پاملرنه غواړي.

یو شمېر افغان زده کوونکې
یو شمېر افغان زده کوونکې

د دغو کورنیو له ډلې محمد عارف او نور محمد ازادي راډيو ته وویل:

"زه دلته د اووم ټولګي کتابونه اخلم، هغه کتابونه چې په ښوونځي کې یې وېشي، خراب شوي وي، د ویلو نه وي، لس پاڼې یې وي او شل نورې نه، هرکال مې ماشومانو ته خپله کتابونه پېرم."

"همدا چې هرکال زده کوونکي په خپله کتابونه پېري، باید دا خبره تر چارواکو ورسېږي، دوی خو تل وایي چې ټولو ماشومانو ته کتابونه رسوي."

هغه کتابونه چې زده کوونکي یې باید له ښوونځیو په وړیا ډول تر لاسه کړي، د کابل په پل باغ عمومي سیمه کې چې له ګڼې ګوڼې یوه ډکه سیمه ده، په غیر قانوي توګه په غرفو او د کراچیو پرسر پلورل کېږي.

د دغو کتاب پلورنکو له ډلې یو کس د نوم نه اخیستو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"څو ځلې د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل راغی، کتابونه یې وکتل او ویې ویل چې دا سمه ده چې دا غیر قانوني کار دی، خو دا له موږ سره د کتابونو د رسولو په برخه کې مرسته ده، دلته په ډېرو مارکېټونه کې د ښوونځيو کتابونه پلورل کېږي، د ځینو ښوونځيو ښوونکي او تحویل داران یې دوکانونو ته راوړي او په کمه بیه یې دلته پلوري."

له دې سره د پوهنې وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواري هم ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې د پوهنې وزارت چاپ ښوونیز کتابونه په ناقانونه ډول په بازار کې پلورل کېږي او په خبره یې چې تر اوسه د دغې چارې د مخنیوي په هدف کوم میکانیزم نه دی جوړ شوی.

د افغانستان د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواری
د افغانستان د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواری

ده وویل:

"په بازار کې د پوهنې چاپ کتابونو خرڅلاو د قانون خلاف چاره ده او له متخلفینو سره د چلند په برخه کې مونږ تر اوسه کوم میکانیزم نه لرو، ، خو سږکال مو داسې هوکړه برابره کړې چې له مخې یې خصوصي مطبعو ته اجازه ورکول کېږي چې د پوهنې اړوند کتابونه چاپ کړي چې که داسې یو حالت راځي چې وزارت یې نه شي کولای، په بازار کې یې یو بدیل موجود وي."

د افغانستان د پوهنې وزارت څه موده وړاندې ویلي وو چې سږ کال به د پنځه کلن پلان له مخې د ټول هېواد په کچه ۱۲،۲ میلیونه ښوونیز کتابونه چاپ او پر زده کوونکو به ووېشل شي.

په دغه راپور کې د ښوونځیو د کتابونو د کمښت په برخه کې یوازې د پلازمېنې کابل د زده کوونکو او د دوی د کورنیو ستونزې یادې شوې، خو دا ستونزه تر کابله نه محدودېږي، بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې لا پراخه او جدي ده چې په اړه یې په وار وار شکایتونه هم شوي دي.

اوس به ولیدل شي چې سږ کال د پوهنې وزارت مسؤلین دغو شکایتونو او انتقادونو ته تر کومه رسېدلی شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG