د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

نن د افغانستان په سړو سیمو کې تعلیمي کال پیل شو


په کونړ کې د یوه ښوونځي یو انځور
په کونړ کې د یوه ښوونځي یو انځور

نن د افغانستان په سړو سیمو کې تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو چې لا هم په دغه هېواد کې اووه سوه ښوونځي د ناامنیو له امله د ماشومانو پرمخ تړلي دي.

شېرولي چې له ظاهري بڼې د يوې غریبې کورنۍ ماشوم ښکاري او د څلورم ټولګي زده کوونکی دی، په خپل ښوونځي کې د شته امکاناتو او ښوونکو د تدریس کیسه کوي او وایي:

"ډېر خوشحاله یم، نن چې ښوونځي ته راغلم، خپل استادان مې ولیدل، ښوونځی مو جوړ دی او استادان موږ ته ښه درس راکوي، مېز، څوکۍ او هر شی لرو، کتابونه مو هم پوره دي، ۹ کتابونه یې راکړي چې هر کتاب يو استاد لري."

خو د افغانستان ټول ماشومان په ځانګړې توګه د لېرو پرتو سیمو زده کوونکي بیا د شېرولي په شان ښوونځیو ته نشي تللای.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې اووه سوه ښوونځي د ناامنیو له امله د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

تېر کال په همدې ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د دوو کلونو په موده کې د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه، خو دا چې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی، په اړه یې د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواری داسې وايي:

د افغانستان د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواری
د افغانستان د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواری

"دوهمه ستونزه د ښوونځیو ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو پرېکړه کړې چې له ډلې یې د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو لپاره پیسې پیدا شوي او کار یې عملاً جریان لري او د پاتې لپاره د ډونرانو سره په اړیکه کې دی چې بودجه ورته پیدا کړي."

خو دا چې ایا حکومت به وتوانېږي چې دغه ښوونځي په ياده موده کې جوړ او بیا یې د زده کوونکو پرمخ پرانیزي؟ دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور له مخې، د بېلابېلو ستونزو له امله تېر کال په افغانستان کې درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان چې شپېته سلنه یې نجونې دي، له زده کړو بې برخې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG