د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

بلخ کې د ښوونځیو زده‌کوونکي د تعلیمي کتابونو له نشتونه سر ټکوي


په بلخ کې یو ښوونځی
په بلخ کې یو ښوونځی

د بلخ په مرکز مزار شریف او شااوخوا سیمو کې زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د تعلیمي کتابونو له نشتوالي او کموالي شکایت لري او وايي چې د بلخ د پوهنې ریاست د هغوی د تعلیمي ستونزو د حل په برخه کې بې‌پامه دي.

د مزار شریف د ګڼ شمېر ښوونځیو زده‌کوونکي وايي چې د ښوونځیو له‌خوا ورته کتابونه نه‌دي ورکړل شوي او کومو کتابونو ته چې هم لاسرسی لري هغه د تېرو کلونو زاړه او شړېدلي کتابونه دي چې ترې ګټه نه‌اخیستل کېږي.

له دغو زده‌کوونکو دوه تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم فردوس دی، د وزیر محمد اکبر خان ښوونځي په پنځم ټولګي کې زده‌کړې کوم، یوازې مې درې کتابونه له بازاره پېرلي او د بلخ له پوهنې ریاسته غواړم چې پاتې کتابونه هم راته وسپاري."

"زه رامشي یم، د غلام رسول سنايي په ښوونځي کې زده‌کړې کوم، موږ ته تر دې دمه هېڅ کتابونه نه‌دي راکړل شوي، کوم کتابونه چې له بازاره پېرو، هغه هم شړېدلي او زاړه دي چې قیمت‌یې لوړ دی او موږ د ۱۰ تر ۱۴ کتابونو د اخیستلو وړتیا نه‌لرو."

په بلخ کې یو ښوونځی
په بلخ کې یو ښوونځی

همداراز د بلخ د پوهنې ریاست وايي چې په‌دې ولایت کې په څه باندې ۶۰۰ لومړنیو، منځنیو او لېسو کې له ۶۰۰ زره څخه زیات زده‌کوونکي په تعلیماتو بوخت دي چې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي تر څنګ د کتابونو له نه‌لرلو سره هم مخ دي.

د بلخ د پوهنې ریاست مشر محمد علي امیري ازادي راډیو ته وویل چې هغوی دا ستونزه د افغانستان د پوهنې له وزارت سره شریکه کړې او دغه مرکزي بنسټ ورته ویلي چې د بلخ په ښوونځیو کې به د کتابونو د نشتوالي ستونزه په راتلونکو میاشتو کې حل کړي.

ښاغلی امیري وايي چې په ۱۳۹۸ کال کې دوی له ۵۶۰۰۰ زیات جدید الشموله زده‌کوونکي ښوونځیو ته جذبوي چې اساسي ستونزه به‌یې هم د کتابونو نشتوالی وي.

هغه په‌دې اړه ووېل:

"د درسي کتابونو د نشتوالي ستونزه له کلونو را په‌دې خوا موجوده ده، د پوهنې وزارت له موږ نه وغوښتل چې د اړتیا وړ کتابونو اندازه ورته معلوم کړو، دغه وزارت په کورنیو مطبعو کې کتابونه چاپ ته سپارلي او موږ ته‌یې ډاډ راکړ چې په راتلونکو دوه یا هم درېیو میاشتو کې به دا ستونزه حل کړي او په ۱۳۹۸ کال کې به موږ له ۵۶۰۰۰ زرو څخه زیات کسان جذب کړو."

بلخ د شمال زون له مهمو او مرکزي ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو له کلونو راپه‌دې‌خوا په‌کې د ښوونځیو زده‌کوونکي د مسلکي ښوونکو د نه‌لرلو تر څنګ د کتاب د کموالي او په مورنۍ ژبه د زده‌کړو د زمینې د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG