د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د هلمند د پوهنې رئیس وايي، ځیني وکیلان‌يې د اصلاحاتو مخه نیسي


د هلمند د پوهنې رئیس داوود شاه صفاري وايي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او ورځنیو کارونو ته‌يې نه‌پرېږدي.

صفاري چې څو میاشتې یې د کار د پیل کېږي شکایت کوي چې یو شمېر وکیلان‌يې په چارو کې مداخله کوي، د باج اخیستلو سره سره د خپلوانو د مقررۍ د غوښتنې تر څنګ د هغو ښوونکو او امرینو د ارزیابۍ مخه نیسي چې په چارو کې بریالي نه‌دي.

داوود شاه صفاري چې نن سې شنبه‌یې په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته معلومات ورکول وویل چې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو وروسته تر هغه ده ته نورې ستونزې جوړې کړې چې د وکیلانو له‌خوا یې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو نه د تذکرو د راټولولو مخنیوی وکړ.

په هلمند کې یو ښوونځی
په هلمند کې یو ښوونځی

ښاغلي صفاري که څه هم د کوم وکیل نوم یاد نه‌کړ،خو پر هغو يې تور پورې کړ چې په شخصي ډول پر ده د فشارونو تر څنګ د پوهنې وزارت ته ځي او هلته‌يې په غیر قانوني ډول تخریبوي.

صفاري زیاته کړه دمګړۍ د هغه زورواکو سره هم په شخړه اخته دی چې د پوهنې د ریاست اړوند زرګونه جریبه ځمکه‌يې غصب کړې ده او بېرته سپارلو ته‌يې چمتو نه‌دي.

ده د چا نوم یاد نه‌کړ، خو زیاته‌يې کړه چې په دې مسئله کې د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو په شمول، غاصبین او زورواکي شامل دي.

ده وویل د هغه ملکیتونو د بېرته راګرځولو چارې هم د همدې کسانو له خاطره له خنډ سره مخامخ شوي چې د ښاروالۍ سره دي.

د هلمند ولایتي شورا بیا د پوهنې ریاست په چارو کې د یو شمېر وکیلانو د لاسوهنې په مسئله کې مرکزي حکومت پړ بولي.

د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وايي، د پوهنې وزیر د وکیلانو په غوښتنه اشخاصو او افرادو ته په ورځ کې دوه دوه مکتوبونه امضا کوي، دندې ته‌يې رالېږي چې له امله‌يې د هلمند د پوهنې عادي بهیر کې ګډوډ شوی دی.

په هلمند کې د ناامنیو له امله داسې ښوونځي هم شته چې په تېرو ۱۷ کلونو کې هم د زده‌کوونکو پر مخ نه‌دي پرانیستل شوي.

د پوهنې ریاست مسئولین وايي، د همدې ګډوډ حالت او مرکزي حکومت د نه‌پاملرنې په خاطر نږدي ۲ لکه ماشومان ښوونځیو ته نه‌شي تلی.

د هلمند عام اوسېدونکي هم په معارف کې د وکیلانو او زورواکو مداخلې اندېښمن کړي دي.

په هلمند کې د یوه ښوونځي زده کوونکي
په هلمند کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

د هلمند د پوهنې رئیس چې یوازې څو میاشتې يې د کار کېږي په دې لنډه موده کې وتوانېد چې له وسله‌والو سره په یوه ګډ توافق هغه ښوونځي هم پرانیزي چې په تېرو څو کلونو کې د ناامنیو او د وسله‌والو ممانعت په خاطر تړلي و، خو کتونکي وايي، که د ښوونې او روزنې په برخه کې لاسوهنې دغه ډول دوام وکړي اسانه به نه‌وي چې تر اوسه بند ۱۳۰ ښوونځي دې په نږدي راتلونکي کې د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG