د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د جعفري فقهې يو شمېر پېروان: طالبانو مو مذهب له پامه غورځولی


يو شمېر طالب چارواکي
يو شمېر طالب چارواکي

په افغانستان کې د جعفري فقهې یو شمېر پېروان ادعا کوي چې طالبانو یې په سیستماتیک ډول حذف پیل کړی.

دوی وايي، طالبانو په خپلو ادارو کې ټولې چارې د حنفي مذهب پر بنسټ مخ‌ته وړي، داسې مهال چې وړاندې په هر ډول رسمیاتو کې د دوی مذهب او عقېدې ته درناوی کېده او رسمیت یې درلود.

د جعفري مذهب یو شمېر پېروان هغه څه ته چې دوی په ټولنه کې د ځان حذف بولي، اندېښنه لري او وايي، طالبانو په ټولو رسمي چارو کې د دوی مذهب له پامه غورځولی.

طالبان په دې اړه چپ دي، خو له دې وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو هر ډول ازادۍ خوندي دي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د مېشتو جعفري فقهې له ډېرو پېروانو سره خبرې شوي چې له دوی د څو تنو نظرونه دلته را نغاړل شوي دي.

د جعفري فقهې یا د جعفري مذهب پېروان چې ډېری یې اهل تشیع دي وايي، همدا اوس د افغانستان په عدلي او قضايي او نورو ادارو کې جعفري فقهه غیر رسمي شوې چې د دوی دیني مناسک او مذهبي مراسم یې له زیان سره مخ کړي.

د جعفري فقهې یوه پېروه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په دې راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، ښکاره بېلګې شته چې طالبانو په بلخ، هرات او مزار شریف کې د خلکو په مذهبي مراسمو او مناسکو کې دخالت کړی، خو نوموړې په دې اړه ډېر جزییات نه ورکوي.

نوموړي وويل: "تاسې پوهېږئ چې افغانستان مذهبي لږکي لري چې په دې ډول شرایطو کې یې مناسک، دیني لارښوونې، ان په حقوقي بحثونو او محاکمو کې متزلزل او زیانمنېږي. له همدې امله چې که طالبان یوازې حنفي فقهه عملي کوي، دا لږکي له لوی زیان سره مخ کېږي."

په ۱۳۹۹ کال کې هغه مهال چې جمهوري نظام واکمن و او له طالبانو سره یې پلاوي په دوحه کې د سولې خبرې کولې، د دواړو لوریو د اختلاف یو ټکی جعفري فقه وه.

طالبانو ټینګار کاوه چې د مذاکراتو پر مهال به ټول مسایلو د حنفي فقهې حلوي، هغه موضوع چې هغه مهال یې غبرګونونه را پورته کړې و.

د مذهبي فقهې پېروان اندېښنه لري چې د طالبانو لخوا يې مذهب حذف کېږي
د مذهبي فقهې پېروان اندېښنه لري چې د طالبانو لخوا يې مذهب حذف کېږي

د جعفري فقهې یو بل پېرو هم د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم، هڅه پیل کړې چې ټول افغانان، مذهبي او قومي لږکي له هره پلوه تر خپلې سلطې لاندې راولي.

د ده په خبره، طالبان له نورو سره خپل توپیر نه‌شي زغملای او که هر ډول وي، باید له دوی پیروي وشي.

دی ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان له ښوونیز او عدلي او قضايي سیسټمه جعفري فقهه ویستلې او ټولې چارې د حنفي فقهې پر بنسټ مخ‌ته وړي.

نوموړي وويل: "دا مسله د دې سبب کېږي چې د افغانستان له بېلابېلو عقیدو سره چې اوس یې لري، د یو بل پر وړاندې ودرېږي او د افغانستان شیعه‌‌ګان اجازه ور نه‌کړي چې عقیده او باور یې تر پښو لاندې شي. د دوی ټول مسایل به د هماغې مرجع له لارې حل شي چې هغه جعفري فقهه ده."

یو بل تن هم ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په وروستیو کې ان د مذهبي لږکیو د ځانګړو مراسمو د ترسره کېدو مخه نیولې.

دی د بېلګې په توګه د غويي میاشتې په ۲۳مه په کابل کې د اهل‌تشیع د دیني عالمانو شورا غونډې ته اشاره کوي چې طالبانو پرې هجوم ور وړ او ګډه وډه یې کړه، خو طالبانو بیا دا د خپلو کسانو ترمنځ د نه همغږي پایله وبلله.

نوموړي وويل: "په افغانستان کې د تېرو کلونو پر مهال جعفري فقهه په رسمیت پېژندل شوې وه. هغه څوک چې د دې مذهب پیروان وو، کولای یې شول بې له دې چې دولت یې مخه ونیسي، خپل ځانګړي مراسم تر سره کړي. خو دا ځل طالبانو له خپل راتګ وروسته، اهل تشیع تر فشار لاندې راوستي."

دی وايي، طالبان نه‌شي کولای په زور د خلکو د مذهبي مراسمو مخنیوی وکړي او یا هم د دوی د عقیدې او مذهب خلاف، د نورو مذاهبو پرېکړې پر دوی عملي کړي.

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو د عدلي وزارت په ګډون یې لوړ پوړي ویاندویانو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، مګر له دې وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د ټولو خلکو ازادۍ او حقونه خوندي دي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جوړې شوې غونډه کې په دې هېواد کې د روان بشري وضعیت او د خلکو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده او د بېړنۍ ناستې ګډون‌والو پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي.

هاخوا د دیني علومو دوکتور او سکالر محمد محق وايي، په هره ټولنه کې د هر فرد د دین او مذهب خوندیتوب د هغه بنسټیز حق دی او ترې محرومول یې له اخلاقي اړخه نا سم عمل، ظلم او تبعیض دی.

دا ادعاوې داسې مهال راپورته کېږي چې طالبانو له يوه هزاره قوماندان سره په جګړه کې هم ښکېل دي.
دا ادعاوې داسې مهال راپورته کېږي چې طالبانو له يوه هزاره قوماندان سره په جګړه کې هم ښکېل دي.

ښاغلی محق وايي: "اصل دا دی چې هر شخص باید وکولای شي چې د خپل مذهب له مخې عمل وکړي، خو که چېرې یې کار تر محکمې رسېږي، باید هلته د هر شخص د مذهب پر بنسټ د هغه په اړه پرېکړه وشي. په ځانګړي ډول په شخصیه احوالو کې لکه، طلاق، نکاح، واده، وصیت او نور مسایل."

په افغانستان کې داسې مهال یو شمېر خلک د خپل مذهب د حذف ویره لري چې د روان کال د غبرګولي په دوولسمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د نړیوالې مذهبي ازادۍ راپور ورکولو پر مهال په یوه خبري ناسته کې اندېښنه وښوده چې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو وروسته، په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ په وړاندې شرایط مخ پر خرابېدو دي.

XS
SM
MD
LG