د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

کابل کې د الظواهري وژنه؛ طالبان: د دوحې له تړونه مو سرغړونه نه ده کړې


د دوحې تړون د ۲۰۲۰ میلادي کال د امریکا او طالب استازو ترمنځ لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ میلادي کال د امریکا او طالب استازو ترمنځ لاسلیک شو.

طالبانو یو ځل بیا د امریکایي چارواکو هغه تورونه رد کړل چې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو د پېښې په تړاو یې دوی د دوحې له تړون څخه په جدي سرغړونې تورن کړي دي.

وروسته له هغې چې امریکایي چارواکو په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ او طالبان له القاعده سره د اړیکو په ساتلو تورن شول، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دې برید سره امریکا د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې نه دوی.

هغه تړون چې له مخې یې طالبان اړ دي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي او پرېنږدي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې پر امریکا او لویدیځ لکه پر متحدو ایالتونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې د تروریستي حملو په څېر د بریدونو لپاره کار واخلي.

مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی له امریکا سره د دوحې تړون ته چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۲۰ کال ورسره لاسلیک کړی، ژمن دي ځکه د ده په وینا هغه د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وايي: " فکر کوم چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري سرغړونه ځکه نه ده شوې چې د افغانستان اسلامي امارت له دغې قضیې هېڅ خبر نه درلود. هغه څه چې موږ یې مکلفیت لرو، په خپل وس او امکاناتو چې لرو یې د دوحې د تړون تطبیق موږ لازم ګڼو او هم ورته ځان ژمن بولو. یعنې زموږ له لوري تر اوسه قصدي تخلف نه دی شوی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو د اعلان په ورځ طالبان تورن کړل چې د القاعدې مشر ته په پناه ورکولو سره یې د دوحې له تړون څخه جدي سرغړونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

بلېنکن وویل، طالبانو نړۍ ته په ځلونو ډاډ ورکړی چې دوی به اجازه ورنه کړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته د ګواښ لپاره کار واخلي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په تازه څرګندونو کې بیاهم په دغه برید کې د القاعده د مشر وژنه تایید نه کړه او هغه یې یوه ادعا وبلله چې د ده په وینا د پېښې په اړه د دوی تحقیقات تراوسه روان دي.

هغه زیاتوي: "تحقیقات تراوسه روان دي. تحقیقات باید دقیق، او ژور او هر اړخیز وي. د دغې قضیې ټول اړخونه به څېړل کېږي. هغه وخت چې نتیجه یې ترلاسه شوه، نو هغه برخې چې لازمې وګڼل شي انشاالله هغه به خپرې شي."

مجاهد زیاته کړه چې که متحدو ایالتونو دا شی دوی ته ثابت کړی وای او په دې اړه یې معلومات ورسره شریک کړې وای نو دوی به په خپله لازم اقدام کړای وای.

د امریکایي چارواکو په خبره د القاعده مشرایمن الظواهري د اګسټ په ۳۱ د کابل په شېرپور سیمه کې د خپلې استوګنې په کور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.


القاعده شبکې هم تراوسه د خپل مشر وژنه نه تایید او نه هم رد کړې ده.

پر ایمن الظواهري چې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې د تروریستي بریدونو په مهال د دې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن مرستیال و، امریکا یې پر سر ۲۵ میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG