د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ایا طالبان په رښتیا خبر نه و چې ظواهري په کابل کې و؟


 ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼې په دې اړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو یو کال وروسته لا هم امریکا د ځواکونو د ایستلو په اړه په دې هیواد کې د جنګېدلیو سرتېرو د پوښتنو د ځوابولو پوروړې ده.

ورځپاڼه کاږي، له دوې لسیزې جګړې، د زرګونو کسانو له قرباني ورکولو، د میلیاردونو ډالرو له لګولو وروسته امریکا له افغانستانه په نامناسب ډول ووتله، اوس یوه ترهګره ډله پر افغانستان واکمنه ده او طالبان تر ۲۰۰۱ کال مخکې اوس لا ډېرې وسلې لري.

خو له دې سره سره د افغانستان د جګړې کمېسیون به، چې کانګریس ماموریت ورسپارلی د خپلو موندنو ابتدايي راپور تر ۲۰۲۳ پورې او نهايي راپور تر ۲۰۲۵ پورې خپور نه کړي او دا هم لا څرګنده نه ده چې دا کمېسیون به څومره معلومات څرګند کړي.

د نهايي راپور له خپرېدو څلور کاله وروسته به استخباراتي ادارې پټ معلومات څرګند کړي.

واشنګټن ایګزامینر لیکي، په افغانستان کې جنګېدلي امریکايي پوځیان مستحق دي، د امریکا حکومت ته په کار ده چې هغوی ته معلومات ورکړي چې څه پېښ شول.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې، «ایا طالبان په رښتیا خبر نه و چې ظواهري په کابل کې و؟» لیکلي،د طالبانو مشرانو په څرګند ډول له القاعده سره د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي.

القاعده هغه ډله ده، چې د قطر د موافقې پر اساس طالبان له هغې سره د هرراز اړیکو پرې کولو ته ملزم شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د ادعا په باب څېړنه کوي او د دوی مشران په افغانستانه کې د ظواهري له شتونه خبر نه وو.

ورځپاڼې په دې اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن او باندنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څرګندونو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د ظواهري موجودیت یې د دوحې د ۲۰۲۱ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې سرغړونه بللې ده.

خو د طالبانو د قطر د دفتر غړي سُهیل شاهین ویلي، چې طالبان د دوحې د موافقې ژمنو ته وفاداره دي.

XS
SM
MD
LG