د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

طالبانو د خپل حکومت رسمیت پېژندلو لپاره د امریکا له خلکو مرسته وغوښته


 ملامحمد یعقوب مجاهد
ملامحمد یعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امنیت په سلو کې سل ټینګ شوی دی.

د طالبانو د حکومت مهم امنیتي چارواکي ملامحمد یعقوب مجاهد د امریکا له این پي آر راډیو سره په یوه مرکه کې چې پرون- د زمري ۱۴مه خپره شوه ادعا کړې، چې په افغانستان کې په سلو کې سل امنیت ټینګ دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع له سرپرست وزیر سره مرکه په هغه ورځ شوې، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په پلازمېنه کابل کې ووژل شو.

د امریکا د ملي راډیو د راپور له مخې په داسې یوه ورځ د ښاغلي مجاهد ادعا د وضعیت په اړه یوبل ډول تصویر وړاندې کوي.

د این پي آر راډیو خبریال ویلي، چې د جولای په ۳۱مه د کابل په شېرپور سیمه کې د چاودنې د راپور له خپرېدو وروسته دی له خپلو همکارانو سره کندهار ته ولاړ او هلته یې له ملایعقوب مجاهد سره ولیدل.

د کابل شېرپور سیمه چې تېره اوونۍ دغلته د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر الظواهري وواژه.
د کابل شېرپور سیمه چې تېره اوونۍ دغلته د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر الظواهري وواژه.

سرچینه راپور ورکوي، چې د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر هم د ډېر شمېر نورو افغانانو په څېر په دې ورځ خبر شوی و، چې په کابل کې چاودنه شوې مګر ښايي نه پوهېده چې څه پېښ شوي، خو د این پي آر د راپور له مخې که ملا یعقوب له پېښې خبر هم وای ښايي څه یې نه وای ویلي.

نژدې لس ورځې وروسته پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو کال پوره کېږي.

طالبانو د کابل له نیولو درې اونۍ وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه، خو د دوی حکومت تر نن ورځې پورې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملا یعقوب له این پي آر سره په مرکه کې ویلي دي، چې دا به د امریکا په ګټه وي که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه د ده په وینا افغانستان بل رژیم نه لري چې تعامل ورسره وکړي.

نوموړي ویلي، چې ځینې امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل ناممکن کار دی ځکه د امریکا خلک د دې اقدام مخالفت کوي.

خو ښاغلي مجاهد ویلي، که دا رښتیا وي، نو دی د امریکا له خلکو څخه غوښتنه کوي چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نړیوالې ټولنې په تېره متحدوایالتونو د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره یو لړ غوښتنې وړاندې کړې دي، چې مهمې یې له نړیوالو تروریستي شبکو سره د اړیکو پرې کول، بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د یوه ټولشموله حکومت جوړول دي.

خو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو د خبر له خپرېدو وروسته د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې غوټه تر پخوا لا زیاته جړه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG