د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

پاکستان بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د کابل او اسلام آباد ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکارۍ د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ګډون او ارتباطاتو پراختیا ته یې هیله څرګنده کړې ده.

زرداري دا څرګندونې په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پرونۍ غونډې په څنډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د بیان له مخې ښاغلي زرداري د ټاپي د ګاز د نللیکې او د کاسا زر د پروژو په ګډون د سیمه ایزو اړیکو او عامه تاسیساتو د پروژو په رغونه کې د خپل هېواد پر ژمنه ټینګار کړی.

د بیان له مخې زرداري ویلي، چې پاکستان د یوه سوله ییز، باثباته، مرفه او وصل شوي افغانستان پر غوښتنه ولاړ دی او ټینګار کوي چې په افغانستان او سیمه کې د څلورو لسیزو جګړې د پای ته رسولو او د سولې او ثبات د ټینګښت احتمال شته.

بلاول بوټو له امیرخان متقي سره د روغبړ پرمهال
بلاول بوټو له امیرخان متقي سره د روغبړ پرمهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د حکومت له لوري د هغو ګامونو یادونه هم کړې ده، چې د بیان له مخې له افغانستان سره د دوه اړخیز تعامل او د نړیوالو بشري مرستو د سمون په برخه کې اخیستل شوي دي.

بلاول زرداري د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره په تاشکند کې دی.

پاکستان د دې سازمان دایمي غړی دی او افغانستان د پخواني نظام د سقوط ترمهاله د ناظر په توګه غړیتوب په کې لاره.

معلومه نه ده، چې له دې وروسته به په دې سازمان کې د افغانستان د موقف په اړه څه پرېکړه کېږي ځکه د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

زرداري له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

د سینهوا خبري آژانس د راپور له مخې ښاغلي زرداري ویلي، چې دی غواړي د چین او پاکستان ترمنځ په اقتصادي دهلیز یا کرېدور کې د افغانستان د ورګډولو په مسئله کې هم جدي غور وکړي.

XS
SM
MD
LG