د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره د دې هېواد یو پلاوی کابل ته رسېدلی


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي

د پاکستان د دیني عالمانو یوه ډله له پاکستاني طالبانو سره د خبرو په هدف کابل ته رسېدلې ده.

د مشهور دیني عالم مولانا تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو اتلس کسیز پلاوی پرون کابل ته رسېدلی دی.

د آزادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال طاهرخان د پاکستاني سرچینو له قوله د پلاوي د ترکیب په اړه وايي: "دا پلاوی اتلس غړي لري. د پاکستان په کابینه کې د سرحدونو او قبایلو وزیر طلحه محمود هم په پلاوي کې شامل دی. همداراز د اکوړې خټک له حقانیه مدرسې څخه مولوي انوارالحق هم په پلاوي کې شته."

د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو د دې راپور د جوړېدو تر وخته کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر د اهدافو په اړه رسما څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېرکال په دوبي کې د پاکستاني طالبانو حملو په پاکستان کې زور واخیست.

پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو او پخواني حکومت پرضد په جګړه کې له افغان طالبانو سره همکاري کوله.

په سرحدي کرښه پاکستاني پوځیان
په سرحدي کرښه پاکستاني پوځیان

د پاکستاني چارواکو، پوځیانو او د قومي او مذهبي مشرانو په ګډون پلاوي له دې مخکې هم له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللي وو.

د دې خبرو په وروستي پړاو کې چې د غبرګولي میاشتې په نیمايي کې د افغان طالبانو په منځګړتوب په کابل کې ترسره شو پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومتي ځواکونو سره اوربند د نامعلوم وخت لپاره تمدید کړ.

خو ښکاري چې د اوربند د اساسي شرایطو په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او اسلام آباد غواړي دې هدف ته د رسېدو لپاره د دیني عالمانو له نفوذ څخه کار واخلي.

د پاکستاني طالبانو یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې قبایلي سیمې دې بېرته خپل پخواني موقف ته وګرځول شي یعنې د خیبرپښتونخوا د ایالت برخه نه وي.

تحریک طالبان پاکستان دا هم غواړي چې ټول بندیان یې خوشې شي، په ملکنډ سیمه کې اسلامي شریعت نافذ شي او د پاکستان پوځ له قبایلي سیمو ووځي.

څارونکي په دې باور دي، چې په اوسني وضعیت کې ښايي د دې ټولو غوښتنو منل د اسلام آباد لپاره ډېر ستونزمن کار وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG