د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د کابل په کوربه‌توب ټي ټي پي د پاکستان له پوځ سره تر نا مالومې مودې د اوربند غځولو اعلان کړی


د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني پوځ ترمنځ د خبرو کوربه‌توب د افغانستان د طالبانو حکومت کوي.
د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني پوځ ترمنځ د خبرو کوربه‌توب د افغانستان د طالبانو حکومت کوي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر نامعلومې مودې پورې د پاکستان له حکومت سره د اوربند غځولو اعلان کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان دا اعلان بېګا تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې د قبایلي مشرانو، پخوانیو چارواکو او د پارلمان د ځینو اوسنیو غړو په ګډون یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته د سولې خبرو لپاره ورغلله.

د وسله والې ډلې ویاند محمد خراساني په یوه بیان کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له جرګې سره په خبرو کې تر پرمختګ وروسته د اوربند غځولو پرېکړه کړې.

نوموړي په بیان کې د پرمختګ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې د سولې خبرې به روانې وي.

اسلام اباد او د طالبانو حکومت تر اوسه د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان د تېر کال له وروستیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د سولې خبرې کړې دي.

دواړه خواوې په دې لړ کې په کوچني اختر کې پر دویم اوربند سلا شوې چې د مې پر ۳۰مه پای ته ورسېد خو تر اوسه په ځای وو.

تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو پر مهال په پاکستان کې په سم ډول د اسلامي قوانینو عملي کولو، د خپلو بندیانو خوشې کولو او په قبایلي سیمو کې د پوځیانو د شمېر کمولو په ګډون یو شمېر غوښتنې کړې دي، هغه چې يو شمېر يې پوځ منلي دي.

XS
SM
MD
LG