افغانستان
کابل کې د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات دوام لري
په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د قبایلي جرګې ترمنځ د سولې خبرې نن د دویمې ورځې په مخ دوام لري.
د قبایلي جرګې یو مشر او د خېبرپښتونخوا پخواني والي شوکت الله نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د دوی د خبرو دریم پړاو روان دی.
اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د قبایلي مشرانو یو پلاوی کابل ته ورغلی دی، خو نوموړي د سولې د خبرو په اړه نور معلومات ورنهکړل.
ځینو طالب سرچینو بیا ازادي راډیو ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې د طالبانو ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستاني پلاوي او د تحریک طالبان پاکستان له غړیو سره لیدلې او دواړه لورې یې اوربند ته هڅولي دي.
ویل کېږي چې په دغه ۵۰ کسیزه جرګه کې د ملاکنډ او قبایلي ضلعو مشران، پخواني حکومتي افسران، سناتوران او د پاکستان د پارلمان ځيني اوسني او پخواني غړي شامل دي.
د مې پر ۱۸مه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چې دوی د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب کړی او دواړه خواوې د مې تر ۳۰مې پورې پر اوربند سلا شوي دي.
هغه د اوربند د غځېدو هيله ښوولې وه خو د مې پر ۳۱مه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني ازادي راډيو ته وويل چې په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې او په دې هکله نورو خبرو ته ضرورت دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تالهوبرفک کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي
بغلان کې د طالبانو پولیس وايي، تالهوبرفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو د کارولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان امنیه قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، پر خپله اېکسپاڼه ویلي چې دا پېښه د تالهوبرفک په دیوالک سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د نښتې د رامنځته کېدو د وخت په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې وچکالۍ له اغېزو سخت زیانمن شوي دي.
افغانستان د هند پر وړاندې د شلاوریزو لوبو کوربهتوب کوي
افغانستان به د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درې شلاوریزو (ټي۲۰) سیالیو کوربه وي، خو دغه لوبې به د هند په ډهلي ښار کې د ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې خپلې ډېری کورنۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله لا هم په افغانستان کې نړیوالې کرکټ لوبې نهدي پیل شوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هند د دغو سیالیو لپاره مناسب ځای بللی دی.
د هند د کرکټ بورډ مشر هم د افغانستان د کرکټ د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
هند او افغانستان وروستی ځل د جون په میاشت کې مخامخ شوي وو.
هند په ټېسټ لوبه کې او وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې بریا خپله کړه، په ټېسټ کې یې د ۳۰۰ منډو په توپیر او په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې یې ۳-۰ بریا ترلاسه کړه.
افغان کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۴۲ رنزو په تفاوت وګټله.
پیل کې د افغانستان ټیم بېټنګ وکړ او ایرلنډ تهیې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۴ منډې هدف وټاکه.
د ایرلنډ ټیم په ۴۸ اورونو کې ۳۰۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
صدیقالله اتل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بېنتیجې پای ته رسېدلې.
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ لوبو دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام کوي.
افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات عبدالغفار فراهی وفات شو
د افغان سیاستوال، پخواني دیپلومات او لیکوال عبدالغفار فراهی د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی د ۹۱ کلونوً په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د امریکا په ویرجینیا کې وفات شوی دی او جنازه یې د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي.
عبدالغفار فراهي چې له شاهي دورې راهیسې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو دندو کار کړی، په خپل وروستي دیپلوماتیک ماموریت کې په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت شارژ دافیر پاته شوی او په وروستیو کلونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر هم و .
ښاغلی فراهي د ملي شورا د ولسي جرګې غړی هم پاته شوی او د «افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت کلونو کې» تر عنوان لاندې کتاب او نور قلمي اثار یې چاپ شوي دي.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن او سبا د سختو ورښتونو، سیلونو او تندو بادونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا، له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دغې ادارې په هغه خبرپاڼه کې چې په اېکسپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. اټکل کېږي چې په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د خبرپاڼې له مخې، سخت ورښتونه به د پنجشنبې تر ورځې هم دوام وکړي.
د هوا پېژندنې ادارې همداراز د افغانستان په جنوب ختیځو او لوېدیځو ځینو سیمو کې له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو د لګېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې ورسېږي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې راوتلو سېلابونو مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
یوناما تایید کړه چې دوه افغان کارکونکي یې په هرات کې نیول شوي دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولي دي. ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی له دوو ورځو راهیسې له دغو کارکوونکو سره د لیدنو کتنو اجازه نه لري.
یوناما په یوه بیان کې ویلي: "موږ تاییدوو چې د یوناما دوه افغان نارینه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۹مه، په لویدیځ هرات ولایت کې د استخباراتو د عمومي ریاست د چارواکو له خوا نیول شوي دي."
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش دفتر د دغو کارکوونکو د ځانګړي حیثیت د درناوي غوښتنه کړې ده.
د ګوترېش مرستیال ویاند فرحان حق وویل: "موږ ته د هغوی پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي راکړل شوي او نه هم موږ ته اجازه راکړل شوې چې له هغوی سره ووینو. موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د چارواکو حیثیت او مصونیت ته درناوی یقیني کړي."
افغانستان او ایرلنډ نن څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې نن چهارشنبه په بلفاست کې په څلورمه یو ورځنۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوو بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.
دواړه لوبډلې ۵ یو ورځنۍ مسابقې کوي.
د دوی ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بېنتیجې پای ته رسېدلې.
د کریک اینفو وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.
د افغانستان لوبډله دغهراز هڅه کوي چې له ایرلنډ څخه د دې لړۍ بریا هم خپله کړي.
سکاټلنډ کې یو افغان د ټکسي پر سپرلۍ د جنسي تېري په تور زنداني شو
د بریتانوي ځواکونو یو پخوانی افغان ژباړن په سکاټلنډ کې د ټکسي پر سپرلۍ د جنسي تېري په تور زنداني شو.
د بریتانیا د پوځ یو پخوانی ژباړن چې له افغانستان څخه سکاټلنډ ته تر رسېدو وروستهیې د ټکسي چلوونکي په توګه کار پیل کړی و، له یوې ځوانې نجلۍ سره د جنسي تېري په تور په اووه کاله بند محکوم شوی دی.
۳۶ کلن عبدالنبيزاده ته د سې شنبې په ورځ د اېډینبورګ په عالي محکمه کې د اووه کلن بند سزا واورول شوه.
نوموړی تېره میاشت په محاکمه کې مجرم پېژندل شوی و.
ویل شوي چې هغه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د شپې لهخوا په ټکسي کې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ یوې ګوښه سیمې ته بیولې، موبایل ټیلیفونیې ترې اخیستی او جنسي تېری یې پرې کړی دی.
نبيزاده لا هم خپل جرم نهدی منلی او مدافع وکیلیې ډېوېډ ټېلر محکمې ته وویل چې هغه په خپل هېواد، افغانستان کې د امریکا، ډنمارک او بریتانیا له پوځونو سره تر کار کولو وروسته سکاټلنډ ته راغلی و.
نوموړي تر ډېره د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه.
د ټېلر په خبره مؤکلیې اوس خپل محکومیت ته له دې پلوه اندېښمن دی چې ښایي بېرته افغانستان ته واستول شي.
کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو
په کابل کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د دغه نندارتون له لارې به د هېواد د بزګرانو او مالدارانو تولیداتو ته د بازار موندنې ترڅنګ د زراعت او مالدارۍ سکټورونه په خپلو کې تجربې او مسلکي نوښتونه سره شریک کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ویلي چې د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د دې نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د ایران د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی به له دغه نندارتون څخه د لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
د هغه په خبره، ایران په دې نندارتون کې فعال ګډون کړی او څه باندې ۵۰ شرکتونو یې خپل تولیدات او محصولات نندارچیانو ته وړاندې کړي دي.
د کابل د نیولو پنځه کاله؛ طالبانو یې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل د نیولو په مناسبت راتلونکې شنبې د «اسد ۲۴مه» په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې د کابل نیولو ته د "فتحې" نوم ورکړی، هغه ښار چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له کوم مقاومت پرته ونیو.
په دې ورځ پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت او افغانستان یوې بلې حساسې مرحلې ته داخل شو.
د طالبانو حکومت په تېره پنځه کلنه موده کې له روسیې پرته د نړۍ بل هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی او افغانستان هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت بشري وضعیت سره مخامخ دی.
پر دې سربېره طالبانو پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونهیې له بشري حقونو څخه سترې سرغړونې بولي، خو طالبان وایي چې د شریعت له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.