د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د طالبانو په بيا ځلې واکمنۍ کې په لومړي ځل يو هندی پلاوی کابل ته رسېدلی


د هند بيرغ
د هند بيرغ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي یو هندي پلاوی کابل ته رسېدلی او دغلته به له طالب مشرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د طالبانو په دويم ځلې واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې هندي پلاوی کابل ته سفر کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"کابل ته دهندوستان هېواد یو پلاوی راغلی دی، له مسولینو سره د لیدو کتنو پروګرام هم شته، اوس د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه لري، جزییات به یې وروسته خپاره شي."

ښاغلي مجاهد د دغه هندي پلاوي د جوړښت په اړه څه ونه ویل خو د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دغه وزارت د یو لوړ پوړي سکرتر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ددغه سفر هدف له افغانستان سره د هند لخوا د بشري مرستو چټکتیا، د هغه پروژو څخه لیدنه او څار چې مالي ملاتړ یې هند کوي او همدا راز د روغتیا په برخه کې له افغانانو سره مرسته ده.

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې کابل ته دغه تللی پلاوی به له طالبانو سره دښو اړیکو د ټینګولو په هدف لیدنې هم ولري.

د اعلامیې په حواله دغه شان به هندي پلاوی د دې سفر په لړ کې د مرستندويه ادارو له استازو سره هم وویني چې د بشري مرستو د وېش مسولیت لري.

هند پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د بشري مرستو بېلابېلې کڅوړې دغه هېواد ته استولي چې غنم او درمل په‌کې شامل دي.

د طالبانو له واکمنۍ را وروسته هند افغانستان سره د غنمو ترڅنګ نورې شري مرستې هم کړي.
د طالبانو له واکمنۍ را وروسته هند افغانستان سره د غنمو ترڅنګ نورې شري مرستې هم کړي.

کابل ته په داسې حال کې دغه هندي پلاوی سفر کوي چې له دې وړاندې په کابل کې د هند سفارت د بیا پرانيستل کېدو د شونتیا په اړه خبرونه خپاره شوي وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې طالبان باید په کابل کې د هندوستان د سفارت امنیت خوندي کړي ترڅو دوی د افغانانو لپاره خپلې قونسلي چارې بېرته پیل کړي.

هندې پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې همدا اوس په پلازمېنه کې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات روان دي.

تېره ورځ د قبایلي مشرانو یوه پنځوس کسیزه ډله چې زیاتره یې د پاکستان پخواني سناتوران، د ولایتي شورا غړي او ځینې قومي مشران دي کابل ته رسېدلی دی او د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان له غړو سره يې د سولې اړوند خبرې اترې پیل کړي دي.

طالبانو د دغه پلاوی راتګ تاييد کړی او ویلي دي چې د حسن نیت له مخې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه‌توب کوي.

XS
SM
MD
LG