د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

رسنۍ: طالبانو له پاکستان سره د ډبرو سکرو په اړه نوې هوکړه کړې


ارشیف: د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو کان
ارشیف: د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو کان

پاکستان او د طالبانو حکومت هغه هېواد ته د افغان ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

یو کس د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو د کان په استخراج کې کار کوي.

هغه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته په دې ولایت کې د ډبرو د سکرو استخراج زیات شوی دی.

نوموړي وویل: "اوسمهال استخراج زیات شوی دی. مخکې به یو ګروپ په ورځ کې یو یا دوه ټنه استخراج کاوه خو اوس درې ټنه کار کوي. اوسمهال کانونو ته سمه رسېدنه نه کېږي حکومت هم سمه رسېدنه نه ورته کوي. د کانونو وضعیت هم خراب دی. که کانونو ته پام ونه شي دلته په کار بوخت کاریګر له خطر سره مخ کېږي او دا کانونه تلپاتې نه وي بلکې سقوط کوي، ځکه په څو میاشتو کې چې کار په کې وشي سقوط کوي."

په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډبرو سکرو د نوي هوکړې پر بنسټ به له دې وروسته د چمن ـ بلوچستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د خرلاچي او غلام خان بندرونو له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات پیل شي.

دغې ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې د دواړو لوریو ترمنځ تازه هوکړه افغانستان ته د پاکستان د اقتصادي پلاوي په سفر کې شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼې د یو شمېر پاکستاني چارواکو له قوله ویلي دي، چې د افغانستان د ډبرو سکاره به پر پاکستاني روپیو اخیستل کېږي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال صالح محمد فاروقي په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته تللی او په خپل درې ورځني سفر کې یې له طالب چارواکو سره پر سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو خبرې وکړې.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر ازادی راډیو ته ویلي و، چې بحثونه تر ډېره له افغانستانه د ډبرو سکرو پر صادراتو او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا وه.

پاکستان په داسې حال کې له افغانستانه د ډبرو د سکرو په صادراتو کې زیاتوالی راولي، چې اوسمهال په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه ۳۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

پاکستان د برښنا په دوه فابریکو کې د انرژۍ د تولید په هدف له افغانستانه د ډبرو سکاره په کمه بیه اخلي.

خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي، چې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه يې ۲۸۰ ډالرو ته رسولې ده.

وزارت دغه شان ویلي دي، چې د ډبرو د سکرو د صادراتو په اړه يې د پاکستان له حکومت سره هېڅ ډول هوکړه نه ده لاسلیک کړې.

د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د ډبرو سکاره په خصوصي سکتور پلوري دا بیا په هغوی پورې اړه لري چې په کومو اسعارو يې په کوم هېواد پلوري.

برهان زیاتوي: "موږ له پاکستاني حکومت سره رسمي هوکړه نه لرو او نه په دې اړه له پاکستان سره کومه ناسته شوې ده. موږ د ډبرو سکاره په خصوصي سکتور او سوداګرو پلورو دا نو په هغوی پورې اړه لري چې د کومو اسعارو پ مقابل کې يې په پاکستان پلوري."

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د ډبرو سکرو د اتیا کانونو له ډلې يې اوسمهال یوازې له ۱۷ استخراج روان دی.

د دې وزارت په خبره د ډبرو سکرو په دې ۱۷ کانونو کې ۲ میلیارده او ۳۵۰ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره تثبیت شوي دي او که د ورځې په منځني ډول ترې لس زره ټنه ډبرو سکاره استخراج شي نو شوني ده چې ۵۵۰ کاله ترې ګټه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG