د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ ټاکل شوې د سکرو پر صادراتو خبرې وشي


د افغانستان د ډبرو سکاره
د افغانستان د ډبرو سکاره

کابل ته د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف پاکستانی پلاوی به هڅه وکړي چې له افغانستانه، پاکستان ته په دوامداره توګه د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

کابل ته نن مازیګر یو پاکستانی لوړ پوړی پلاوی راځي، څو له طالب چارواکو سره په سوداګرۍ، ټرانزیټ او په ځانګړي ډول پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه خبرې وکړي.

دا سفر درې ورځنی دی او په‌کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، د کورنیو چارو، سوداګرۍ خونې، د لوجیستیک دولتي ادارې او د خصوصي سکټور ځیني استازي شامل دي.

پاکستانۍ ډان رسنۍ د دې هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله لیکي، دا پلاوی به له طالب چارواکو سره پاکستان ته په دوامداره توګه د ډبرو سکرو د لېږد په اړه خبرې وکړي.

د نړیوالو بازارونو په پرتله لا هم د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته په ارزانه بیه تمامېږي.
د نړیوالو بازارونو په پرتله لا هم د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته په ارزانه بیه تمامېږي.

که څه هم د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پرون یوه خبرپاڼه کې دا سفر د سوداګرۍ، ټرانزیټ، اتصال او اقتصادي همکاریو په برخو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د دوام یوه لړۍ وبلله، خو ښکاري د سفر ډېر تمرکز به د هغو خنډونو په لېرې کولو وي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په مخ‌کې شته.

پاکستان غواړي ۲۴ ساعته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې دروازې پرانيستل شي، څو وشي کولای په اسانه توګه او بې له کومه خنډ او ځنډه له افغانستانه د ډبرو سکاره وارد کړي.

پاکستانۍ رسنۍ لیکي، اوس‌مهال له افغانستان د تازه مېوې او سبزۍ په ګډون ځینې نور توکي هم دې هېواد ته صادرېږي چې د ډبرو سکرو د لېږد بهیر یې ټکنی کړی دی.

تر خوا یې د طالب چارواکو له‌خوا د ډبرو سکرو په صارداتو د مالیې لوړول دي، هغه چې پاکستان هڅه کوي بېرته دا بیې را ښکته کړي.

خو د نړیوالو بازارونو په پرتله لا هم د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته په ارزانه بیه تمامېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، غواړي له افغانستانه د ډبرو سکرو صادارت زیات کړي او په کور دننه یې د دې کار لپاره ځانګړې تابیاوې هم نیولي دي.

د جولای په اوومه نېټه د پاکستان د برېښنا وزیر خرم دستګیر وویل، له افغانستانه د ډبرو سکرو په واردولو کې لوی پرمختګ شوی او اوس دوی له یوه بل افغان خصوصي شرکت سره موافقې ته رسېدلي، څو د برېښنا د یوې بلې فابریکې لپاره د ډبرو سکاره صادر کړي.

هغه په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، موږ د افغانستان له کانونو وزارت په دې اړه پوښتل، خو ویاند یې ځواب را نه کړ.

له افغانستانه د ډبرو سکرو په واردولو کې د پاکستان بله ګټه دا ده چې افغان سوداګر یې پرې په پاکستانۍ کالدارو پلوري، هغه څه چې د پاکستان د برېښنا د وزیر له قوله، د دوی د ملي کرنسۍ د ارزښت په ساتلو کې یې مرسته کړې.

خو طالب چارواکي وايي، دا د دوی مسوولیت نه‌دی چې افغان سوداګرۍ په کومو پیسو له دوی پلور شوي د ډبرو سکاره پر پاکستان پلوري.

له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادارتو موضوع وروسته له هغې ګرمه شوه، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل، هېواد یې غواړي د افغانستان د د ډبرو سکاره په لوړ تخفیف واخلي.

هغه وویل، هېواد به یې د افغانستان د ډبرو سکرو د مالیاتو له ادرسه د کابل نږدې ۲ میلیارده ډالر ګټه وکړي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له افغانستانه په منځني ډول د ورځې د ۱۲ او ۱۴ زره ټنو ترمنځ د ډبرو سکاره بهر ته، په تېره پاکستان ته چې د انرژۍ د سرچینو له سخت کمښت سره مخامخ دی صادرېږي.

XS
SM
MD
LG