د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

نن پاکستانى پلاوى له طالبانو سره د ډبرو سکرو پر صادراتو خبرې پيلوي


آرشیف: په سمنګانو کې د ډبرو سکرو کان
آرشیف: په سمنګانو کې د ډبرو سکرو کان

د پاکستان یو هیئت نن افغانستان ته سفر کوي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو پر موضوع بحث وکړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه پاکستاني هیئت مشري به د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد صالح احمد فاروقي کوي چې نن یکشنبه او سبا به په افغانستان کې د ډبرو سکرو پر صادراتو له طالبانو سره خبرې کوي.

پاکستان ویلي دي، له افغانستان څخه د ډبرو سکاره د خپلې برښنا د تولید لپاره کاروي او د افغانستان سکاره ورته ارزانه تمامېږي.

په پاکستان کې په وروستیو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، د ډبرو هغه سکاره چې له افغانستانه بېدرېغه دغه هېواد ته روان دي، د کیفیت له مخې ډېر ښه دي او پاکستان ته ډېر ارزانه تمامېږي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف

شریف د دغو سکرو په انتقال کې د نظم غوښتنه کړې وه.

د رسنیو په حواله د پاکستان په هیئت کې به د پاکستان د استخباراتي ادارې يا اى اىس آى، بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، د سرحدي ترمینلو استازي او نور کسان شامل وي.

وروسته له هغې چې پر طالبانو انتقادونه وشول، چې د افغانستان د ډبرو سکرو د بېدرېغه لېږد مخه نه نیسي، تر یوې میاشتې په لږه موده کې یې د ډبرو سکرو په بیو کې د زیاتوالي خبره وکړه.

طالبانو مخکې ویلي وو، چې د ډبرو سکرو د یوه ټن به یې له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته پورته کړې، خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت اله برهان د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي دغه بیه د ټرانسپورټ له لګښت سره یوځای ۲۸۰ ډالرو ته جګه شوې ده.

د برهان په خبره له افغانستان څخه په ورځ کې ۱۰زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي، خو رویټرز خبري اژانس وايي، له افغانستان څخه د ورځې په متوسط ډول له ۱۲ تر ۱۴ زره ټنه سکاره بهر ته، په ځانګړي ډول پاکستان ته وړل کېږي.

د راپورونو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د طالبانو حکومت یوازې د سکرو د صادرولو له لارې ۴۰ میلیون ډالره مالیه ټوله کړې ده.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د سکرو ۸۰ کانونه موندل شوي خو یوازې له ۱۷ کانونو څخه سکاره استخراجېږي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د افغانستان ډېر سکاره په ټیټه بیه پاکستان ته صادرېږي او دا کار د ګڼو افغانانو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

طالبان وايي، د ډبرو سکرو په برخه کې له کوم هېواد سره قرارداد نه دی شوی، بلکې دغه سکاره د خصوصي شرکتونو له خوا پاکستان ته صادرېږي.

XS
SM
MD
LG