د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

ایا طالبان د کانونو د ايستنې لپاره ظرفیت او حقوقي مشروعیت لري؟


ارشیف: د افغانستان له کانونو د ډبرو سکرو ایستل شوي بوجۍ
ارشیف: د افغانستان له کانونو د ډبرو سکرو ایستل شوي بوجۍ

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان د کانونو د کیندنې بهیر چټک کړی او د پخواني حکومت د شویو قراردادونو د سمونې او تمدید سربېره یې، ۶۰ نور کانونه د کېندنې لپاره په قرارداد ورکړي.

اوسمهال د افغانستان د ۱۸۶ کاني زېرمو کېندنه روانه ده.

په دې زېرمو کې لویه برخه کې د ډبرو سکاره، مرمرو ډبرې، شوکاڼي او تالک ډبرې دي، چې د افغانستان په ختیځ، لویدیځ او شمالي سیمو کې کېندل کېږي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په ۱۲۶ وړو کاني زېرمو کې کېندنه کېده، خو طالبانو یوازې وروستیو څو میاشتو کې پر دې شمېر ۶۰ نور قراردادونه هم اضافه کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان ازادي راډیو ته دا معلومات تایید کړل.

خو نیوکه او پوښتنه دا ده چې ایا طالبان د دې کانونو د استخراج لپاره ظرفیت او تر خوا یې حقوقي مشروعیت لري؟

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وايي، نه یوازې دا دې کار ظرفیت لري، بلکې دا پروسه یې د تېر په پرتله ډېره شفافه او رڼه کړې او همدا لامل دی چې عواید یې هم زیات شوي دي.

هغه وویل: "دولس میلیارده افغانیو په شاو خوا کې عواید موږ راټول کړي، یعنې دوولس زره میلیون افغانۍ. زموږ دا عواید د تېر حکومت د عوایدو سره هیڅ د پرتلې وړ نه‌دي."

خو دا چې طالبان د کوم قانون له مخې د کانونو استخراج کوي، په اړه یې ځواب نه‌لري، خو د جون په ۹مه د طالبانو د اقتصادي کمېسیون ماليې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو او د افغانستان بانک ته لارښوونه وکړه چې له کانونو او پتروليم وزارت سره "د کانونو د استخراج قانون" باندې په ګډه له سره غور وکړي.

هغه قانون چې د جمهوریت پر مهال جوړ شوی او توشیح شوی و.

خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو پخوانۍ مرستیال ولي‌الله ځدراڼ وايي، د مخکني قانون له مخې، له تخنیکي مسایلو له څېړلو وړاندې د یوه کان کیندنه د تخنیکي اصولو خلاف عمل دی.

ځدراڼ وویل: "په تېر حکومت کې په کاملاً استخراج اصلا تمرکز نه‌و. ځکه راساً استخراج ته تګ او د یوه کان را ویستل، د تخنیکي اصولو خلاف دی. دا کار د هغه کان عمر لنډوي."

خو طالبان بیا وايي، د کانونو د استخراج په برخه کې یې هغه سیمې په نظر کې نیولي چې د افغانستان راتلونکي ته زیان نه رسوي.

د دې تر خوا د افغانستان له کانونو یوازې د خامو موادو په توګه کار اخستل کېږي او په کور دننه یې د پروسس او ترې د نورو ګټو لپاره هېڅ پروګرام نه‌شته.

د بېلګې په توګه همدا اوس د افغانستان د ډبرو سکاره او سنګ مرمر پاکستان ته د هغو شرکتونو له‌خوا په خام ډول وړل کېږي چې د طالبانو حکومت ورسره قرارداد کړی.

هغه څه چې اقتصادي کارپوهان پرې نیوکه کوي.

د اقتصادي مسایلو پوه او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سلاکار عبدالقدیر مطفي وايي، نورو هېوادونو ته له افغانستانه د خامو مواد لېږد، نه یوازې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته نه‌کوي، بلکې وضعیت لا د خرابۍ خوا ته وړي.

مطفي وویل: "اساسي مسئله د منابعو ده. منابع د خامو مواد په شکل نورو هېوادونو ته ورکول، دا په مطلق ډول د افغانستان اقتصاد د بربادۍ خوا ته وړي. د افغانستان فقر ورځ تر بلې زیاتوي. د اقتصاد په پرمختګ، بنیاد رغونه او پرمختګ باندې ډېر منفي اغېز اچولای شي. "

خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وايي، د ځینو کانونو په استخراج سره یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دې تر څنګ لویه نیوکه دا ده چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د پاکستان او چین سره خپلې ناستې ډېرې کړي.

خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وايي، دوی نه یوازې د چین او پاکستان، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم په دې اړه غونډې او خبرې کړي دي.

د کانونو د استخراج لپاره د جمهوري نظام پر مهال د افغان حکومت برنامه او شرط دا و چې خام مواد به په کور دننه پروسس کېږي، څو له دې لارې افغانانو ته د کار او تر خوا یې د زېربنايي کارونو او بیا رغونې لپاره زمینه برابره شي.

خو اوس ښکاري، چې د افغانستان له کانونو یوازې د خامو موادو په توګه ګټه اخستل کېږي او له همدې امله پاکستان او چین ته د افغانستان د ډبرو د سکرو او قیمتي ډبرو لېږد د تېر په پرتله څو برابره زیات شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG