د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

نرګس نهان: د کانونو د ځینو سترو پروژو قراردادونه بیا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یو شمېر سترو پروژو قراردادونه چې د ځینو ستونزو له امله درول شوي وو د بیا کتنې په حال کې دي او د شفافیت د ټینګښت په خاطر بیا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل هڅه کېږي چې د افغانستان د کانونو په ټولو پروژو کې شفافیت رامنځته شي.

نرګس نهان
نرګس نهان

نوموړې زیاته کړه:

"موږ هیله‌مند یو چې په وزارت کې د اصلاحاتو دا لړۍ دوام پیدا کړي او دا چې د ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې په دې برخه کې د پام وړ کارونه پیل شوي دي، د کرومایټو، ماربل، د ډبرو سکرو او سېمنټو په برخه کې چې څنګه هم د اقتصاد د عالي شورا مطالعې او پرېکړې وروستۍ شي، موږ په دې برخو کې د نویو اقداماتو پیلوونکي یو او له شفافیت سره د قراردادونو ورکړې او بشپړېدو ته ژمن یو."

مېرمن نهان وايي، په تېر یو کال کې د کانونو په برخه کې ځيني کوچني قراردادونه لاسلیک شوي چې د نوموړې په وینا شمېره‌یې ۱۷۶ته رسېږي.

نوموړې وايي، د کانونو په برخه کې د سیستم جوړولو، شفافیت او مالیو اخیستلو ته جدي کار کېږي او تر راتلونکي درېیو اوونیو پورې به درې ستر نور قراردادونه هم لاسلیک شي.

د افغانستان د کانونو ارزښت له درېیو تریلیونو ډالرو څخه ډېر ښودل شوی دی د افغان دولت د معلوماتو له مخې دوی تر اوسه ۱۴۰۰ ځایونه چې هلته کانونه موجود دي پېژندلي دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې تر ټولو ښې طبیعي سرچینې لري، خو خلک‌یې له بې‌وزلۍ او کمزوري اقتصاد څخه ځورېږي.

افغان چارواکي باور لري چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به د دغه هېواد ۵۰ سلنه بودجه د کاني سرچینو څخه تر لاسه کړي.

له دې سره په کابل کې د امریکا سفیر جان باس دغې خبري غونډې ته وویل چې د امریکا متحده ایالات په اقتصادي زېربناوو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

جان باس
جان باس

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او افغانستان هم د اقتصادي پراختیا په لوري اقدامات وکړي، تر څو یې مرسته عامو خلکو ته رسېدلې وي او د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې افغانانو ته د بریالیتوب هیله لري."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د کانونو له درکه د دغه هېواد ټول عواید شااوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانۍ وې، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دا اندازه دوه میلیارده افغانیو ته پورته شوې ده.

ناامني په قرادادونو کې فساد، په ناقانونه توګه د کانونو ایستل او پر ځينو کانونو د سیمه‌ییزو زورواکو او وسله‌والو کنټرول د کانونو اړوند جدي ستونزې ګڼل کېږي.

د ملي شورا یو شمېر غړو تل ویلي دا ستونزې لا هم پر خپل حال پاتې، خو حکومت باید ورته رسېدنه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG