د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

طالبانو ولې د کانونو د استخراج لپاره د قراردادونو پروسه چټکه کړې؟


په لوګر کې د مس عینک کان
په لوګر کې د مس عینک کان

د طالبانوحکومت په دې وروستیو کې له کورنیو او نړیوالو کمپنیو سره د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د قراردادونو پروسه چټکه کړې ده.

په دې ترڅ کې د بریتانیا د میتال شرکت یو پلاوي هم وړمه ورځ په کابل کې د طالبانو د کانونو او پترولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره وکتل.

د چارواکو په حواله ویل شوي، چې دا شرکت غواړي په تېره بیا د افغانستان د کرومایټ په کانونو کې پانګونه وکړي.

په عین حال کې د چین د ایم سي سي کمپنۍ چې د مس عینک د کان قرارداد ورسره شوی هم په کابل کې دی او پرون یې د طالبانو د ریس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

د اقتصادي چارو پوه آذرخش حافظي په دې باور دی چې د کانونو په برخه کې قراردادونه یو څه په بیړه کېږي او هغسې چې لازمه ده ښایي د افغانستان ګټې په کې خوندي نه شي.

نوریاس نوري په دې اړه له ښاغلي حافظي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه دا پوښتنه کړې چې ولې د طالبانو حکومت د کانونو د استخراج لپاره له کمپنیو سره د قرادونو د کېدو پروسه چټکه کړې ده.

د دې مرکې د اورېد لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG