د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

افغانستان

طالبان: د کانونو له ناقانونه استخراجوونکو سره به سخت چلند وشي

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ګواښ کړی چې د کانونو له ناقانونه استخراجوونکو سره به سخت چلند وشي.

هغه دا ګواښ پرون د کانونو د داوطلبۍ په یوه غونډه کې کړې ده: "که دغه کسان ونیول شي د دوی ماشینري به هم ټوله ضبطیږي دوی به بګرام یا پلچرخي ته استول کېږي. دوی ته به هغه جزا ورکوو چې په ټول عمر چا نه وي ورکړي ځکه دا خاین ملي دی او خاین اسلامي دی."

دلاور په دې غونډه کې تایید کړه چې دوی ته د ور رسېدلو راپورونو پر اساس ځینو سیمو کې لا هم کانونه په پټه او ناقانونه توګه استخراجیږي.

د طالبانو تر واکمنېدو دمخه بیا د وخت حکومت تل طالبان ګرم بلل چې تر خپلو ولکو لاندې سیمو کې یې د کانونو ناقانونه او غیرمسلکي استخراج ته زمینه برابره کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له مصر او نورو افریقايي هېوادونو څخه یوشمېر افغان بندیان خوشې شوي دي

د کابل نړیوال هوايي ډګر
د کابل نړیوال هوايي ډګر

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مصر په ګډون له یوشمیر افریقایي هیوادونو څخه د اولس تنه افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن (د سلواغې ۲۷مه) پر خپله ایکس لیکلي چې پربیلابیلو جرمونو محکوم شوي دغه افغان بندیان په تیرو درې میاشتو کې په قاهره کې د افغانستان د سفارت د هڅو په نتیجه کې له مصر، مراکش، لیبیا، سودان او موریتانیا څخه خوشې شوې دي.

نوموړي ویلي دي چې دا کسان د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې افغانستان ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي ضیااحمد په دې اړه چې ایا دغه بندیان به د احتمالي بند پاتې موده په افغانستان کې تیروي او که پوره آزاد شوي دي جزییات نه دي ورکړل شوي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په راتلونکې کې به هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو هڅو ته دوام ورکړي.

افغانستان د نړۍ له یوشمیر هیوادونو سره د بندیانو د تبادلې موافقې کړې دي خو دا نه ده څرګنده چې ایا له دغو هیوادونو سره چې دا افغان بندیان یې خوشې کړې دي، هم ورته هوکړې شته کنه.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند؛ ټي ټي پي له افغانستان سره د اړیکو اصلي خنډ دی

خیبر پښتونخوا، شوال سیمه ۲۰۲۳ کال- د پاکستاني طالبانو وسله وال د ګزمې په حال کې
خیبر پښتونخوا، شوال سیمه ۲۰۲۳ کال- د پاکستاني طالبانو وسله وال د ګزمې په حال کې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، یوې اساسي موضوع چې د اسلام آباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي خوندي پټنځایونه دي.

د دې وزارت ویاند شفقت علي خان په خپله اونیزه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې پاکستان دا موضوع په ځلونو د طالبانو له حکومت سره شریکه کړې او ورته ویلي یې دي چې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام لپاره باید دا ستونزه حل شي.

هغه وویل "تر هغو چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پټن ځایونو مسله نه وي حل شوي، د دواړو لورو ترمنځ همکاري ناممکنه ده." له دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز هم ورته څرګندونې کړې وي او ویلي و "پاکستان تمه لري د طالبانو حکومت د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي نه دا چې ملاتړ یې وکړي."

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې تل ردکړي دي. طالبانو همدارنګه ویلي چې پاکستان دې د خپل امنیت غم په خپله وخوري او نورو ته دې د ملامتي ګوته نیسي.

افغانستان له پاکستان سره په تمریناتي لوبه کې په لوی توپیر ماتې وخوړه

افغان او پاکستاني لوبغاړي د تمریناتي لوبې په حال کې عکس- د افغان کرکټ بورډ
افغان او پاکستاني لوبغاړي د تمریناتي لوبې په حال کې عکس- د افغان کرکټ بورډ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چیمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له پاکستان سره خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه وبایلله.

د کوربه پاکستان الف لوبډلې په پرونۍ یوورځنۍ لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان سره افغان ملي لوبډلې ته د ۳۱۵ منډو هدف ورکړ خو افغان لوبډلې د خپلو ټول لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.

ټاکل شوې چې ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ په خپله دوهمه تمریناتي لوبه کې د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

د چیمپینز ټرافي لوبې د روانې اونۍ د چارشنبې په ورځ د فبروري په ۱۹مه نېټه، د پاکستان او نیوزیلنډ په سیالۍ پیلېږي. د افغانستان لومړۍ لوبه به د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه د جنوبي افریقا پر وړاندې وي.

آی، او، ام وايي، له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو په ستنېدو کې زیاتوالی راغلی

افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي (آرشیف)
افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي (آرشیف)

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايی، له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو په ستنیدو کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا تازه شمیرې د کډوالو نړیوال سازمان په هغې راپور کې ورکړي، چې پرون جمعه د (فبرورۍ په ۱۴مه) خپور شوی دی.

په راپور کې راغلي، د جنورۍ په دوو وروستیو اونیو کې نژدې ۱۰۰۰۰ افغان کډوالو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې سازمان په ټکو، د پاکستان له بیلابیلو ښارونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له ویرې سره مله ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی یوازې هغه افغان کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري، خو افغان کډوال بیا دا موضوع ردوي او وايي، پولیس اسناد لرونکي او بې اسناد افغانان نیسي او ډیر شمیر يې بیرته افغانستان ته دپیورټ کوي.

HI؛ د ژمي یخني، زیانګالو افغانانو ته د بشري مرستو رسول له خنډ سره مخامخ کوي

افغانستان- یوشمېر مېرمنو ژمنۍ مرستې ترلاسه کړي دي (آرشیف)
افغانستان- یوشمېر مېرمنو ژمنۍ مرستې ترلاسه کړي دي (آرشیف)

یوه نړیواله خیریه ټولنه وايي، افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ژمي په موسم کې نور هم ګرانېږي او له دې سره زیانګالي خلک نور هم څنډې ته کېږي.

د HI په نوم ټولنه چې له نورو خیریه موسسو سره په ګډه په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې فعالیت کوي، پرون (د سلواغې ۲۶مه) په یوه راپور کې وویل، د سختو طبیعي پېښو له پلوه افغانستان دوهم هېواد دی چې سږنی ژمی پکې ډېر سخت راغلی دی.

نوموړې ټولنه د خپل راپور په یوه برخه کې یادونه کوي چې په ځینو مواردو کې په بشري مرستو بار د موټرو کاروانونه په پنځو ورځو کې یوازې۳۰۰ کیلومتره مزل کولای شي. د دې ټولنې په وینا دا خنډونه زیانګالو ټولنو او هغو کسانو ته چې اړ دي، د بشري مرستو د رسولو چاره له محدودیتونو سره مخامخ کوي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، په روان میلادي کال کې د افغانستان ۲۲،۹ میلیون وګړي، د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

CPJ د افغانستان په رسنیو کې د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو بندیز ځپونکی اقدام بولي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د خبریالانو د خوندیټوب نړیوالې ټولنې CPJ د افغانستان په کورنیو رسنیو کې د طالبانو د حکومت له خوا د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو پر خپرونو بندیز یو ځپونکی اقدام بللی دی.

د کورنیو رسنیو ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو امر کړی چې سیاسي خپرونې دې له دې وروسته د رسنیو له لارې نه خپرېږي.

CPJ پرون (د سلواغې ۲۶مه) په یوه بیان کې د ځینو سیمه ایزو خبریالانو له قوله وویل چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو مسوولانو ته په شفاهي پیغام کې لارښوونه کړې ده چې سیاسي او اقتصادي موضوعات دې یوازې د طالبانو له ویندویانو سره د خبرو له لارې مطرح کوي.

د CPJ په بیان کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بېه لیه یې له قوله راغلي دي چې نوموړې وايي د طالبانو دا اقدام د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه د راپورونو او بحثونو د سانسور لپاره یوه بله ځپونکې هڅه ده.

نوموړې زیاتوي چې دا اقدام په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د جدي هڅو څرګندونه کوي. د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د دې اقداماتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

طالبانو، چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ په تېره تلې میاشت کې رسنیو ته سپارښتنه وکړه چې سیاسي خپرونې دې په مستقیم ډول نه خپروي.

سمنګان: د جومات دننه چاودنه، لږترلږه څلور کسان ټپیان دي

دا عکس له ارشیف اخیستل شوی دی
دا عکس له ارشیف اخیستل شوی دی

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې نن د یوې چاودنې له امله لږترلږه څلور کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د جوی زنده جان جومات کې هغه مهال وشوه، چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي وو.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو دا پېښه د تربګنۍ شخړه بللې، خو دا ادعا په خپلواکه توګه تایید شوې نه ده. چارواکو ویلي، چې له پېښې وروسته یې دوه مشکوک کسان نیولي، چې هڅه یې کوله له سیمې وتښتي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د ورته بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی. کابل او کندوز په تېرو دریو ورځو کې د بریدونو شاهدان وو.

کابل: د پنجشنبې په ورځ د کور او ښار جوړونې وزارت ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه، چې مرګ‌ژوبله یې واړوله.

کندوز: د سې‌شنبې په ورځ د یوې چاودنې مسؤلیت داعش خراسان ومانه، چې په پایله کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي وو. ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵ پورته ښودل شوی و.

دملګروملتونو د کډوالو لویه کمیشنري: له افغانانو سره مرستې د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي

له پاکستان او ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کیدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.

له پاکستان او ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کیدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.

د دې ادارې ویاند فرامرز برزین ازادي راډیو سره خبرو کې د پنجشبې په ورځ وویل، د راستانه شویو او بیځایه شویو کسانو لپاره یې نوې ستراتیژي جوړه کړې ده.

د برزین په خبره، په ستراتیژي کې د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ کاله د بېځایه شویو او راستانه شویو کسانو لپاره تګلارې روښانه شوي دي.

د هغه په ټکو، په کلیدي کارونه کې د نقدي مرستو ویش، راستنو او بېځایه شویو ته د دایمي استوګن ځای برابرول، په لویو او کوچنو کارونو پانګونه او د فني او حرفوي زده کړو لپاره زمینه برابرول دي شامل دي.

برزین وړاندې ویلي، له افغانانو سره مرستې، د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي.

دا په داسې په حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال وايي، له ډیرو ستونزو سره مخ دي او هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.

خو ځیني بیا وايي، که څه هم له دوی سره مرستې شوي خو کافي او ډیرو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو نړیوال سازمان د تیرکال په وروستیو کې ویلي و، یو میلیون او دوه سوه زره بې اسناده افغانان له ایران او پاکستانه په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په کابل کې د سرطان د درملنې د روغتون د فعاله کیدو لپاره، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د مرستې غوښتنه کړې

په هرات ولایت کې د سرطان د درملنې روغتون
په هرات ولایت کې د سرطان د درملنې روغتون

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د سرطان د درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون لپاره د روغتیا له نړیواله سازمانه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ويلي، په هغې ناسته چې ښاغلي جلالي او د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان مشر سنیزا سالوادور په کې ګډون درلود، د دې روغتون د فعاله کیدو، د روغتون د تجهیزاتو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړیدو په اړه خبرې اترې شوي دي.

تمه ده په کابل کې د سرطان د درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون په نژدې راتلونکې فعال شي، خو د عامې روغتیا وزارت د دې روغتون د فعاله کیدو د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په ټول افغانستان کې ۵۰۰ زره کسان په سرطان اخته شوي وو.

په افغانستان کې د سرطاني ناروغي د تشخص او درملنې د وسایلو کمښت د دې سبب شوی چې په دې ناروغۍ اخته کسان پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي

د پاکستان له زندانونو ۶۳ افغان کډوال ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي

د طالبانو په واک کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ۶۳ افغان کډوالو د پاکستان له زاندنونو ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، د راخوشي شویو کسانو ۱۵ تنه یې د څلورو کورنیو غړي دي.

وړاندې راغلي، دا افغانان د قانوني اسناد د نه درلودو له کبله نیول شوي او له دوه تر شپږ ورځو د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې زندانیان وو.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر کړند کړی دی.

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي، دوی یوازې هغه افغانان نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري، خو افغان کډوال دا خبره ردوي او وايي، پاکستاني پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي چې قانوني اسناد ولري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG