د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

طالبان: د مس عینک کان د استخراج چارې پیل ته نږدې شوي


په لوګر کې د مس عینک کان
په لوګر کې د مس عینک کان

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چینایانو له خوا د مس عینک کان د استخراج چارې پیل ته نږدې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له ام سي سي چینایۍ کمپنۍ سره د افغانستان د مسو د تر ټولو لوی کان مس عینک د استخراج په اړه خبرې په وروستیو پړاوونو کې دي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرون په خپله غونډه کې یوې کمېټې ته دنده وسپارله چې د مسک عینک د تړون د تخنیکي اړخونو بیاارزونه وکړي.

د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې په اقتصادي کمېسیون کې د کانونو او پټرولیم، مالیې، صنعت او تجارت او د ښارجوړونې وزارتونو له استازو یوه جوړه کمېټه موظفه شوه چې دا قرارداد په تفصیل سره وڅېړي او نتیجه یې دې کمېسیون ته وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان بېګا آزادۍ رادیو ته وویل، چې د مس عینک په اړه د دواړو هېوادونو د ټیمونو په خبرو کې پرمختګ شوی.

برهان وویل: "دواړه ټیمونو د خپلو پاتې مذاکراتو په اړه په هراړخیزه توګه خبرې وکړې. هغه مذاکرات اوس په سلو کې اتیا ته رسېدلي او یوازې په سلو کې شل یې پاتې دي چې هغه به هم ډېر ژر حل شي. نن همدا اتیا سلنه چې د کانونو او پټرولیم په وزارت پورې اړه لري تقریباً اختتام ته رسېدلي او اسلامي امارت په خپل ټول ځواک سره ژمن دی چې ژرترژره دا پروژه پیل شي."

MCC کمپنۍ په ۲۰۰۷ کال کې له پخواني جمهوري دولت سره د مس عینک د کان په قرارداد کې منلي وه، چې افغانستان ته به د کال له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیون ډالرو پورې عواید ورکوي او همداراز د اړتیاوړ عامه تاسیسات لکه د اورګاډي پټلۍ، سړکونه او برېښناکوټونه به جوړوي.

د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی او ځکه د نړیوالو تر بندیزونو لاندې دی او له بشري برخو پرته نورې مرستې نه شي ترلاسه کولای نو ځکه یې اوس هڅې پیل کړې دي چې له کورنیو سرچینو څخه عواید ترلاسه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مخکې ویلي وو، چې د متوسطو کانونو استخراج ته یې زور ورکړی.

د دې وزارت په وینا اوسمهال د افغانستان د نږدې یونیم سلو متوسطو کانونو استخراج روان دی چې ورسره د طالبانو د حکومت عواید هم زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG