د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

فارین پالیسي: پاکستان به ژر افغانستان کې په خپله بریا پښېمانه شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو سیاسي استازی ملا برادر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو سیاسي استازی ملا برادر
  • فارین پالیسي

فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه د پاکستان پر دریځ یوه لیکنه خپره کړې ده. دا لیکنه چې سرلیک یې ده "پاکستان به ژر په افغانستان کې په خپله بریا پښېمانه شي" کابل ته د پاکستان د استخباراتې ادارې د مشر فیض حمید سفر ته اشاره کوي چې د لیکوال په وینا د افغانستان راتلونکې حکومت کې د طالبانو د واکمنو ډلو ترمنځ د واک په ویش کې د منځکړتیا لپاره هلته تللی و.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د پردې تر شا واکمنو ريښتا هم خپل ستراتژیک لاسرسی پراخ کړ، هغه څه چې د لېکوال په باور پاکستان یې د هندوستان پر وړاندې د ترلاسه کولو سخته هڅه کوله.

لیکوال همدارنګه وايي، پاکستان به د افغانستان خاوره د هند ضد وسله والو خوندي ځالې په توګه هماسې وکاروي لکه د طالبانو د مخکیني واک پر مهال یې چې کارولې وه.

لیکوال زیاتوي چې پاکستان همدارنګه په دې کې هم بریالی شو چې چین ته خپل ارزښت د امنیتي تضیمونکي او رابطه ټینګونکي په توګه ثابت کړي.

لیکوال وايي، چېن په جګړه ځپلي افغانستان کې د کانونو په لټه کې دی او همدارنګه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د هغه اقتصادي دهلېز په فعالولو کار کوي چې د افغانستان او پاکستان څخه منځنۍ اسیا ته تېریږي.

خو د فارین پالیسي د لیکنې لیکوال په وینا هغه څه چې اوس د پاکستان سیاسي نظام ته بریا ګڼل کېږي ښايي د پاکستاني وګړو لپاره په یوه تراژیدۍ بدله شي.

د لېکنې په باور په خپل ګاونډ کې د اسلامي امارت له لرلو څخه د امنیتي ګوزار د احتمال په اړه د اندېښنو زیاتیدونکي دلایل شته.

د فارین پالیسي د لیکنې په باور په عین حال کې به هغه غږونه هم نور لوړ شي چې په افغانستان کې د طالبانو په تقلید په پاکستان کې هم د شرعي نظام د نفاذ غوښتنه کوي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو سره سم څو ځلي بیا هم ټینګار کړی دی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو، سیمې او یا نړۍ د هېوادونو پر ضد وکاروي.

  • سنډې ټایمز

سنډې ټایمز ورځپاڼې بیا په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو یوې ډلې په تېرو درې اونیو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد افسرانو لږ تر لږه څلور تنه تعقیب کړي او وژلي یې دي.

ورځپاڼې په وینا په یوه وژنه کې د وژل شوی افسر تر قتل مخکې د قرباني د لاس ټول نوکان ایستل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، څلور واړه وژل شوي د افغانستان د ملي امنیت د ۰۱۱ او ۰۴۱ قطعو افسران وو چې بریتانوي او امریکايي ځواکونو روزنه ورکړي او دنده یې د طالبانو نیول او له هغوی د پوښتنو او ګرویږونو کول وو.

طالبانو چې د کابل او نورو ولایتونو تر نیولو وروسته یې خپلو ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان کړی د سنډې ټایمز د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په ټولنیزو رسنیو د وژنو او ځورونو د هغو ویډیوګانو او راپورونو په اړه چې طالبانو ته منسوب شوي – ویلي چې د طالبانو پالیسي د غچ اخیستو پالیسي نه ده او دا ډول پېښې یې د شخصي دښمنیو پایله بللې چې په وینا یې څېړنې او پلټې یې کوي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG