د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د کانونو او پترولیم وزارت له سوداګرۍ وزارت سره د مرمرو لپاره یوه ستراتېژي جوړه کړې


د افغانستان د کانونو وزارت نښان
د افغانستان د کانونو وزارت نښان

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د دغه هېواد د مرمرو د ډبرو د کانونو کېندنې، پروسس او صادراتو لپاره‌یې له سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په ګډه یوه ستراتېژي جوړه کړې ده.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د مرمرو د ډبرو د کانونو د قانوني کېندنې، سوداګرۍ، په دې برخه کې د تړونونو د روڼوالي او پانګونې لپاره له سوداګرۍ وزارت سره په ګډه یوه ستراتېژي جوړه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۸» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د کانونو او پترولیم له سوداګرۍ او صنعت وزارتونو ترمنځ په ګډه د مرمرو د ډبرو پر ستراتېژۍ کار کړی، په دې ستراتېژۍ سره به د دې سکټور د پراختیا، مؤثرې استفادې او په دې سکټور کې د کورنۍ او بهرنۍ مستقیمې پانګونې زمینه برابره شي، په دې ستراتېژۍ کې مو د سوداګرۍ او صنایعو خونو او د هغو سوداګرو او پانګه‌والو نظرونه چې په یاده برخه کې ښکلېل دي، هم راخیستي، ترڅو جامع ستراتېژي جوړه او ورته اسانتیاوې برابرې شي."

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د نوموړي په خبره، د دغې ستراتېژۍ له مخې به په هېواد کې دننه هم کېندنه او هم پروسس وشي چې له دې سره به د مرمرو د ډبرو په برخه کې پانګونه، سوداګري او نورو هېوادونو ته‌یې د صادراتو کچه هم پراخه شي.

د کانونو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د ټول افغانستان په کچه ۱،۳ میلیارده ټنه د مرمرو د ډبرو کانونه په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې موجود دي او تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو ارزښت لري.

همدا شان د ټول هېواد په کچه د مرمرو د ډبرو په برخه کې ۱۲۳ شرکتونو تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې پانګونه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کانونو د کېندنې په برخه کې ۲۵ او د پروسس په برخه کې ۱۰۸ شرکتونه فعالیت کوي.

له دې وړاندې د افغانستان کانونه او صنعتي منرالونه د خامو توکو په توګه نورو هېوادونو ته صادرېدل.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې چې د حکومت له کنټروله وتلي دي او زورواکي او وسله‌وال په‌کې حاکم دي، دغه کانونه په غیر قانوني او غیر حرفوي ډول را ایستل کېږي او نورو هېوادونو لکه پاکستان ته انتقالېږي چې ډېری وختونه خلکو ته په‌کې مرګ ژوبله هم اوړي.

په وروستۍ پېښه کې د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د ښویېدو له کبله شااوخوا ۳۰ تنه ووژل شول.

تېر کال په سمنګان کې د ډبرو د سکرو په کان کې ګڼ شمېر کارګرانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له دې سره یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهان وایي، که د کانونو د غیر قانوني کېندنې مخه ونه‌نیول شي او د کانونو امنیت خوندي نه‌شي، دا ډول ستراتېژۍ به هېڅ ګټه ونه‌لري.​

د اقتصادي چارو پوه سیف‌الدین سیحون

له دې ډلې اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون ازادي راډيو ته وویل:

"د ستراتېژۍ طرحه او د پلان جوړول به په دې صورت کې چندان ګټور نه‌وي، ځکه د مرمرو ډبرې ډېری په هغو سیمو کې موجودې دي چې د افغان دولت تر ولکې لاندې نه‌دي او ډېر کله ترې قاچاق وړونکي او ترهګر او د دولت ضد مخالفین د مالي منبعې په توګه کار اخلي."

ښاغلي سیحون دا هم وویل، حکومت باید په ټول هېواد کې د قانون حاکمیت ټینګ کړي، امنیت خوندي او د کانونو د قردادونو په برخه کې روڼوالی رامنځته کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG