د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د سمنګان په کانونو کې د انساني تلفاتو په اړه د بشري حقونو د ادارې اندېښنې


سید محمد سامع د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې تر ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو د حضور په اړه هم اندېښنه وښوده، عکس د سمنګان درې صوف په کانونو کې یو ماشوم کان کېندونکی, May 1, 2014
سید محمد سامع د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې تر ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو د حضور په اړه هم اندېښنه وښوده، عکس د سمنګان درې صوف په کانونو کې یو ماشوم کان کېندونکی, May 1, 2014

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په سمنګان ولایت کې د کانونو د غیر قانوني کېندنې په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې که دولت په‌دې ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د غیر قانوني او غیر فني را ایستولو مخه ونه‌نیسي، په کانونو کې به د کان کېندونکو تلفات نور هم زیات شي.

په شمال زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع وايي چې په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو غیر قانوني او غیر فني کېندنې له امله ګڼ شمېر کان کېندونکو ته مرګ ژوبله اوړي.

سید محمد سامع د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې تر ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو د حضور په اړه هم اندېښنه وښوده.

په شمال زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 15 December 2015
په شمال زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 15 December 2015

نوموړي وویل:

"دوه مسئلې د اندېښنې وړ دي.

  • لومړی په کانونو کې له کم عمره ماشومانو څخه د کېندونکو په توګه کار اخیستل کېږي.
  • دوهم دا چې د استخراج پر مهال د ایمني مسایلو نه‌رعایت د کان کېندونکو د تلف لامل کېږي. دولت باید له هغه شرکتونو سره هوکړه وکړي، څو د معدنچیانو مصونیت ته په لومړي سر کې پام وساتي."

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې په‌دې ولایت کې ډېری د ډبرو سکرو کانونه د غیر مسؤله وسله‌والو او محلي زورواکو له‌خوا په غیر فني او خپل سره توګه را ایستل کېږي چې یاده مسئله هر کال په کانونو کې د ګازاتو د چاودنې لامل کېږي چې بیا انساني تلفات هم اړوي.

ښاغلی سروري هم تأیيدوي چې په سمنګان کې محلي زورواکي د ډبرو سکرو د کانونو په استخراج کې له ماشومانو او ښځو څخه کار اخلي.

محمد هاشم سروري زیاته کړه:

"ډېری پېښې په هغو صوفونو کې کېږي چې هلته په خپل‌سره توګه کېندنې شوې وي، معدنچیان او کارګر هېڅ ډول کاري او ځاني مصونیت نه‌لري، هر کله چې یوه پېښه وشي، څوک‌یې پوښتنه نه‌کوي. دا مسئله سبب شوې چې د کانونو صاحبان د ډبرو سکرو په را ایستلو کې کارګرو ته ایمني امکانات برابر نه‌کړي."

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، سره له دې چې د کانونو وزارت په‌دې ولایت کې د قانوني او فني استخراج لپاره لازم تجهیزات برابر کړي، خو ډېری په هغه کانونو کې چې په خپل سره توګه را ایستل کېږي د میتان او نورو ګازونو د انفجار له امله کان کېندونکو ته ځاني تلفات اوړي.

عزیزي وايي چې د سمنګان ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ډبرو سکرو کانونه شته چې هم په قانوني او هم خودسره توګه شپږ زره معدنچیان په‌کې کار کوي.

د افغانستان په نقشه کې د سمنګان ولایت
د افغانستان په نقشه کې د سمنګان ولایت

صدیق عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

"د درې صوف بالا، روی دو اب او درې صوف پایان ولسوالیو کې د ډبرو سکرو کانونه شته، د کاري فصل په پام کې نیولو سره معدنچیان کار کوي چې په اوړي کې د کارګرو شمېر شپږ زره او په ژمي کې چې کار کم وي، د کارګرو شمېر تر څلورو زرو رسېږي."

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون له حکومته غواړي چې د کانونو د استخراج په برخه کې دې له هغه شرکتونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي چې تر ټولو مخکې د معدنچیانو ځاني او کاري مصونیت‌یې په اساسي مسؤلیتونو کې وي او هم‌مهاله کانونه په فني توګه راوباسي، څو د انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

دوه ورځې دمخه د سمنګان ولایت په درې صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د انفجار له امله شپږ تنه ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان دي، تر دې دمخه هم هر کال د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازاتو د انفجار له امله د انساني تلفاتو راپورونه خپاره شوي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG