د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۱

څېړنه: افغانستان کې د کانونو غیر قانوني کېندنو زیات عواید مخالفین اخلي


څېړنې ښيي چې د افغانستان د طبیعي زېرمو د غیر قانوني ایستلو عواید د افغان حکومت په پرتله تر ډېره د وسله والو مخالفینو او نورو وسله والو ډلو مالي حسابونو ته ځي.

د افغانستان د اساسي قانون د لومړي فصل په نهمه ماده کې راغلي چې کانونه او نورې طبیعي زېرمې او لرغونې اثار د دولت ملکیتونه دي او ساتنه او اداره یې د قانون له مخې تنظیمېږي، خو دا اوس حتی چارواکي هم نه ردوي چې د هېواد د ډېرو طبیعي زېرمو عواید د دولت د خزانې پرځای د وسله والو مخالفینو او سیمه ییزو زورواکو جېبونو ته لوېږي ځکه د دولتي واکمنۍ د ساحې له کمېدو سره پر کانونو او طبیعي زېرمو د دولت کنټرول محدود شوی دی.

د دې غیر قانوني ډلو حسابونو ته د افغانستان د طبیعي زېرمو د عوایدو ورتګ له یوې خوا د عامو افغانانو شتمني زورواکو ته په لاس ورکوي او خلک نور هم بېوزلي کوي او بل خوا نه یوازې د هغه دولت د حاکمیت ساحه لا محدودوي چې د تېرې یوې نیمې لسیزې بې ثباتۍ او جګړو له کبله کمزوری شوی بلکې دا وسله والې ډلې نورې پیاوړې کوي او د نورو جګړو لپاره ځواک ورکوي.

ګلوبل ویتنس.
ګلوبل ویتنس.

د نړیوال شاهد یا ګلوبل ویتنس «Global Witness» غیر حکومتي ټولنه چې په لندن او واشنګټن کې مرکزونه لري په نړۍ کې د طبیعي زېرمو له استخراج سره د جګړې، بېوزلۍ او فساد د اړیکو د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي.

دې ټولنې په افغانستان کې د غیرقانوني وسله والو ډلو له خوا د طبیعي زېرمو د ایستلو په اړه هم څېړنې کړي.

د دې ټولنې د افغانستان د برخې مسؤل ستیفن کارتر Stephen Carter وايي، د کانونو د غیر قانوني ایستلو له درکه میلیونونه ډالر د افغانستان د خلکو له لاسه وځي:

د ګلوبل ویتنس ټولنې د افغانستان د برخې مسؤل ستیفن کارتر.
د ګلوبل ویتنس ټولنې د افغانستان د برخې مسؤل ستیفن کارتر.

"د ضایع شویو پیسو اټکل سخت کار دی خو حقیقت دا دی چې د پام وړ دي، مثلاً په بدخشان کې زموږ مفصلو څېړنو وښوده چې حکومت خورا زیاتې پیسې له لاسه ورکړي، که څه هم موږ یې دقیقه اندازه نشو ښودلای، خو روښانه خبره ده چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلکو د فساد، د ظرفیتونو د کمښت او څار د نشتوالي له کبله لسګونه میلیون ډالر له لاسه ورکړي."

بدخشان د طبیعي زېرمو زیاتې سرچینې لري.

لاجورد، بیروج او نورې قیمتي ډبرې او همداراز سره زر، هغه طبیعي زېرمې دي چې تر ډېره د خپلسرو کیندنو په ترڅ کې ایستل کېږي.

د بدخشان ولایت چارواکي، د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې د قېمتي ډبرو د ایستلو راپورونه تائیدوي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بېدار ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالملک، شریف او امام په نوم جهادي قوماندانان له نېږدې څلورو کلونو راهیسې د مرکز فیض اباد په ۲۰۰ کېلومترۍ کې د یمګان او جرم د ناامنه ولسوالیو ترمنځ په کران او منجان کې د وسله والو طالبانو په مرسته د لاجوردو کان باسي.

د ښاغلي بېدار په وینا طالبان پر هغو سیمو د حملو هڅه کوي چې ډېرې طبیعي زېرمې لري.

نوموړی وايي، د ملي امنیت شورا له مکتوب سره سره چې د بشپړ امنیت د ټینګښت تر وخته د کانونو پر ایستلو د بندیز سپارښتنه کوي بیاهم په ځینو هغو سیمو کې چې دولتي حاکمیت کمزوری دی او یا د طالبانو په ولکه کې دي د قېمتي ډبرو کانونه او سره زر په غیر قانوني ډول ایستل کېږي.

نوموړی زیاتوي، مافیايي کړۍ په لوی لاس د بدخشان ځینې سیمې ناامنه کوي څو کانونه وباسي:

د بدخشان والي مرستیال ګل محمد بېدار.
د بدخشان والي مرستیال ګل محمد بېدار.

​"له دې کانونو سر بېره پردې چې سیمه ییز قوماندانان په اصطلاح چاغ شول، شتمن شول، مطرح شول او د کانونو د ساتلو لپاره یې وسلې واخیستې، طالبانو هم ګټه واخیسته او په مستقیم او غیرمستقیم ډول د عشر او زکات په نوم د سیمې پر سوداګرو فشار راوړي او چې هغوی قاچاق انتقالوي دوی پر لار ورته ولاړ وي او پیسې ترې اخلي."

خو د بدخشان مرستیال والي ښاغلی بېدار د وسله والو مخالفینو ځپل د حکومت لومړیتوب ګڼي او وايي حکومت به د ملي شتمنیو غله د وسله والو طالبانو له ماتولو وروسته وځپي.

بدخشان یوازینی ولایت نه دی.

په غیر قانوني ډول د طبیعي زېرمو د ایستلو بهیر حتی په ځینو هغو ولایاتو کې چې دولتي واکمني پکې ډېره کمزورې نه ده هم روان دی.

د ننګرهار والي وايي چې د دې ولایت په ځینو ناامنه سیمو کې د تَلک یا شوکاڼو او د نورو قیمتي ډبرو کانونه او همداراز د ډبرو د سکرو زېرمې په غیر قانوني ډول د وسله والو مخالفینو او زورواکو له خوا په ګډه ایستل کېږي.

څېړنه: ننګرهار نه هره ورځ ۵۰۰ لارۍ سپینه ډبره پاکستان ته قاچاق کېږي

ګلاب منګل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې کانونه د وسله والو مخالفینو د نامشروع عوایدو یوه مهمه سرچینه ده او بېلابېلې وسله والې ډلې د دې عوایدو د ترلاسه کولو لپاره له یوبل سره مرسته کوي:

ګلاب منګل.
ګلاب منګل.

"یوشمېر افراد چې په سیمه کې قوت لري یا ځینې وسله والې ډلې چې له وسله والو طالبانو سره تړلې دي یا تاسو پوهېږئ چې ځینې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي نو دوی چون ګډې ګټې لري د همدې ګټو له مخې ګډ کار کوي، یوبل ته زمینې برابروي او د مخدرو موادو او چارتراشو ترڅنګ د کانونو په استخراج کې یوځای کار کوي."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت که څه هم له غیر قانوني لارو د کانونو پر ایستلو اندېښنه ښيي خو وايي، دا عواید هومره نه دي چې وسله وال مخالفین یې د جګړو پر مصارفو ولګوي.

د دې وزارت ویاند ذبیح الله سروري ازادي راډیو ته وویل، د کانونو د غیر قانوني کېندنو عواید یوه لاس ته نه ځي:

"کله چې یو کان ارزیابي کړو او د هغه مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو او ارزیابیو او غیر قانوني فعالیت ته وګورو، نو دا اصلاً د پرتلې وړ نه ده چې دوی به دومره عواید ترلاسه کړای شي چې د دوی لپاره یوه لویه عایداتي سرچینه وګرځي، تر دې بریده چې خپل قوت دومره لوړ کړي چې له حکومت سره انډول شي."

اوس اوس په افغان حکومت او نړیوالو څارونکو کې دا نظریه په پیاوړي کېدو ده چې ښه داده د افغانستان طبیعي زېرمې د بشپړ امنیت تر وخته تر ځمکې لاندې خوندي پاتې وي، تردې چې ګټه یې ناولو لاسونو او جګړه مارو قوماندانانو ته ورسېږي.

ولسمشر اشرف غني اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د سفرونو له لړۍ وروسته چې هېواد ته راستون شو، په غیر مستقیم ډول دا موضوع یاده کړه.

ښاغلي غني چې د راپورونو له مخې د دې سفر په ترڅ کې یې د دې هېوادونو له چارواکو سره د کانونو په سکټور کې د پانګونو په اړه هم خبرې کړې وې، د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې کانونه ناڅاپي شتمني راوړي او د ناڅاپي شتمنیو اداره د فساد له کبله ستونزمنه وي:

ولسمشر غني.
ولسمشر غني.

"ولې مو له کانونو څخه کار پیل نه کړ، علت دا دی چې کانونه یوې ناڅاپي شتمنۍ ته ورته دي او که بنسټونه پیاړوي نه وي، فساد نه یوازې له منځه نه ځي بلکې لا زیاتېږي، کانونه باید په تدریجي او دوامداره توګه استخراج کړو، ایران ته وګورئ، د اندونیزیا او وینزویلا او لسګونه نورو هېوادونو لومړنیو تجربو ته وګورئ چې ناڅاپه شتمن شول، د پیسو مدیریت خورا سخت کار دی."

ولسمشر غني وویل چې پاکستان د افغانستان له قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو څخه د کال یو میلیارډ ډالر ترلاسه کوي ځکه چې دا تېږې هلته پالش کېږي تنظیمېږي او له هغه ځایه صادرېږي.

ښاغلي غني د کانونو د استخراج د پلانونو له عملي کولو مخکې په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د یوه څلور کلن پلان د طرحې یادونه وکړه.

چارواکي وايي، د دې پلان طرح تراوسه نه ده بشپړه شوې او کار پرې روان دی.

د ګلوبل ویتنس ټولنې د افغانستان د برخې مسؤل ښاغلی کارتر د دې ځنډ هرکلی کوي.

"د زیاتو کانونو استخراج ګټه نه راوړي، بلکې یوازې د وسله والو ډلو او فاسدو عناصرو عواید زیاتوي، نو موږ په رښتیا په دې اړه د ولسمشر اشرف غني څېړنه ستایو، دا بالکل پرځای پرېکړه ده چې لومړی باید یو بنسټ جوړ شي، له دې کانونو د ګټې اخیستو لپاره د امکان ترحده د ډېرو پروژو عملي کول غوره نه دي بلکې لومړی باید د ښې حکومتوالۍ او ښه څار ظرفیت رامنځ ته شي."

ګلوبل ویتنس په خپل یو وروستي راپور کې ویلي دي چې یوازې په بدخشان ولایت کې طالبان او د داعش په ګډون نورې تروریستي ډلې د لاجورد د کانونو د غیر قانوني ایستلو له درکه په کال کې تر شل میلیون ډالرو پورې عواید ترلاسه کوي.

د شفافیت څار بنسټ: ځیني وزیران او ۵۰ وکیلان د کانونو کېندنو کې لاس لري

همداراز په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې شبکې په یوه راپور کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شوکاڼي یا تلک د ایستلو له درکه په کال کې ۴۶ میلیون ډالر د حکومت له لاسه وځي، له هلمند ولایت څخه په اټکلي ډول د ورځې په پنځوسو لاریو کې سلګونه ټنه مرمر او رخام تېږه او همداراز د پروان یشم او د کابل یاقوت پرته له کومې ستونزې پاکستان ته قاچاق کېږي او له لوګر او خوست څخه کرومیت په څرګنده په ټرکونو کې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته وړل کېږي.

ویل کېږي چې د کرومیت د قاچاقو زیاته ګټه حقاني شبکه اخلي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د خپلو ټولو کانونو د قانوني استخراج له درکه په ۲۰۱۵ کال کې یوازې شاوخوا ۳۰ میلیون ډالر ترلاسه کړل.

هفینګټن پوست ورځپاڼې په یوه تحقیقي مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د ۱۳۰۰ کانونو خام مواد د پروسس لپاره پاکستان ته وړل کېږي او حقاني شبکه د قاچاقي کرومیتو د هرې لارۍ پر سر له ۱۱۵ نیولې تر ۱۷۵ ډالرو معادل مالیه اخلي.

په کابل کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په هغو خونړیو جګړو کې چې د حقاني شبکې په ګډون وسله والو طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د افغان حکومت پرضد پیل کړې ده، د څه باندې ۲۰۰ ماشومانو په ګډون له ۷۰۰ زیات ملکي افغانان وژل شوي دي.

ایا هغه کلیوال چې د خپلو سیمو کانونه پر غیرقانوني کاروباریانو پلوري او په بدل کې یې پیسې اخلي خبر دي چې د دې غیرقانوني کیندنو عواید د همدې جګړې پر مصارفو لګول کېږي.‍

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG