د هلمند پوځي چارواکي وايي وسلوال طالبان د دې ولايت د مرمرو، رخامو او نورو قيمتي ډبرو له کانونو د ورځې نږدې پنځوس زره ډالره عوايد ترلاسه کوي.
د هلمند اوپراتيفي مسؤل ازادي راډيو ته وويل چې د قيمتي ډبرو دغه کانونه تر ډېره د ديشو ولسوالۍ په بارامچې سيمه کې دي او ټولې پاکستان ته قاچاقېږي، خو وسله وال اوس هڅه کوي دغه ډبرې ايران ته هم قاچاق کړي.
په دې اړه د صالح محمد صالح غږیز راپور واورئ.