د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

شهراني: د افغانستان د کانونو په اړه د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا کمه شوې


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، د دې هېواد د کانونو په اړه په نړېواله سطح د پانګوالو لېوالتیا کمه شوې ده.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ورغوښتل شوی وو، وویل، په افغانستان کې نا امني او اوبو ته د دې هېواد لارنه لرل په دې برخه کې له اساسي ستونزو څخه دي.

خو د ولسي جرګې غړو د کانونو او پټرولیم پر وزارت ډیر انتقاودونه وکړل، دوي وویل په تړونونو کې یې شفافیت نشته او کړي قراردادونه یې د بهرنیانو په ګټه دي.

خو د کانونو وزیر دا انتقادونه رد کړل.

اوبو ته د افغانستان لاره نه لرل، په سختۍ سره د اومو موادو انتقال، نا امنۍ او د اورګاډۍ د پټلۍ نه موجودیت هغه لاملونه دي، چې د کانونو وزارت په خبره نړېوال پانګه وال په دې هېواد کې پانګې اچوونې ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د کانونو وزیر خپلې غونډې ته استجواب کړی وو چې؛ د کانونو په تړونونو کې د فساد او د کانونو د کېندنې په برخه کې د دې جرګې غړو ته معلومات ورکړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر وحید الله شهراني وویل، چې د افغانستان د کانونو په اړه د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا کمه شوې ده:

“لومړۍ ستونزه دا ده، چې افغانستان په وچه کې پروت دی، د موادو انتقال قیمته تمامیږي، دوهم له بده مرغه د اورګاډي پټلۍ نه لرو او دریم د افغانستان په اړه د منفي نظرونو موجودیت او د کانونو د قانون نشتوالی، چې پانګوالو ته خوندیتوب ورکوي.

په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو ترڅنګ یاد هغه عوامل دي، چې هیڅوک د افغانستان د کانونو په اړه لېوالتیا نه لري.”

د راپورونو له مخې د MCCچینايي کمپنۍ د مس عینګ کان د کیندنې کارونه ځنډولي او ویلي یې دي، چې په دې تړون کې زیان سره مخ دي.

د ولسي جرګې د غړو ډیرې پوښتنې هم د دې کان او تړون په اړه وې، چې ولې چینایۍ کمپنۍ له کړي تړون څخه پر شا شوې ده.

همدارنګه د ځینو وکیلانو انتقاد دا وو، چې د امو حوزې د نفتو تړون داسې شوی، چې د افغانستان پرځای یې ډیره ګټه بهرنیو کمپنیو ته رسیږي.

خو د کانونو او پټرولیم وزیر ښاغلي شهراني وویل، چې چین ته د ولسمشر حامد کرزي په وروستي سفر کې پر دې موضوع خبرې شوي.

هغه وویل، پردې موافقه شوې چې د مس عینک کان په اړه له چینايي کمپنۍ سره بیرته خبرې پيل شي او د امو حوزې د نفتو په تړونونو کې هم ډیره ګټه افغانستان ته رسیږي.

خو د کانونو د وزیر پردلایلو د ولسي جرګې غړو قناعت ونه کړ او د دوی نور انتقادونه دا وه، چې د کانونو په تړونونو کې له یوه شفاف سیسټم څخه کار نه اخیستل کیږي.

قربان کوهستانی او ناهید فرید:

“قربان: د کانونو د قراردادونو سیسټم د افغانستان په ګټه نه دی، د مثال په ډول کاناډیان راغلي د حاجیګک د کان تړون ورسره شوی اومه مواد وړي، افغانستان ته نفت په 60 ډالره تمامیږي، په دې 60 ډالره کې افغانستان 5 ډالره ګټه اخلي تر دې چې تړون ونه شي زموږ په ګټه به وي، موږ له وزیر سره ډښمني نه لرو خو په ټولو قراردادونو کې ستونزې لرو.

ناهید: وروسته له دریو کلونو څخه اوس هم د عینک مس کان مسله له بن بست سر مخامخ ده که چېرې دې کمپنې له اقتصادی پلوه وړتیایې نه درلوده،نو ولې تاسو ورسره قرار داد وکړ هغه کمپنې چې خپل تعهد ته ژمنتیا نه لری تاسو هغه ګتونکې کمپنې اعلان کړه.”

خو دا لومړی ځل نه دی، چي د افغانستان د کانونو په تړونونو کي د پراخ فساد په اړه انتقادونه کیږي، بلکي تر دې مخکي هم په راپورونو کي ویل سوي، چي د کانونو په تړونونو کي ډیر فساد موجود دی.

په راپورونو کې دې ته هم اشاره شوې، که د افغانستان کانونه په سمه توګه را وایستل سي، نو دغه هیواد به ورسره له اقتصادي اړخه پر خپلو پښو ودریږي.

د چارو پوهان افغان دولت ته سپارښتنه کوي، چي د کانونو د را ایستلو او د ملي او نړیوالو پانګوالو د جذب لپاره باید هغه ټول شرایط پوره کړي، چي غوښتنه یې کیږي.

دوی اندېښنه لري، چي که افغان دولت شرایط برابر نه کړي، نو ممکن د افغانستان د کانونو په برخه کي لېوالتیا نوره هم کمه سي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG