د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

کهګدای: د حزب اسلامي وسله‌والو د کرکر او دودکش د کانونو کېندنه درولې


د بغلان د ولایتي شورا ځیني غړي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د حزب‎اسلامي د یوه قوماندان میرویس د کسانو د مېشت کېدو له امله، د بغلان د کرکر او دودکش د سکرو د کانونو د کېندلو چارې، له څو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروزالدین ایماق ازادي راډیو ته وویل، د حزب‎اسلامي د یوه قوماندان غړي، هره ورځ په غیر قانوني توګه د دغو کانونو ځینې برخې استخراجوي.

د ده په خبره هره ورځ له دغو کانونو څخه لږ تر لږه دوه موټره ګج، د حزب‎اسلامي د غړیو له‎خوا ایستل کېږي.

خو د دغه ولایت د ولایتي شورا بل غړی محمد حنیف کهګدای وايي، د کرکر او دودکش د کانونو کېندنه، په سیمه کې د حزب‎اسلامي د غړو د موجودیت له امله درېدلې ده.

نوموړی وايي:

"د کرکر او دودکش کانونه د حزب‎اسلامي په ولکه کې دي او د دغه حزب د یوه قوماندان میرویس د غړو له‎خوا ساتل کېږي. دولت د دغو کانونو د ډبرو د سکرو د کېندلو توان نه‎لري. کله-کله د دغو کانونو ګچ د همدغو کسانو له‎خوا ایستل کېږي، پیسې یې هم د حزب‎اسلامي د غړو جېبونو ته لوېږي او دا یوه کره خبره ده."

د کرکر او دودکش د سکرو د ډبرو کانونه د بغلان ولایت د پلخمري ښار، په ختیځه سیمه کې پراته دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغو کانونو د کېندلو تړونونه، له یو افغان شرکت سره شوي وو چې د کېندلو چارې یې په ۱۳۸۶ او ۱۳۹۵ کال کې په عملي توګه روانې وې.

دغه وزارت وايي، د ناامنیو له امله د دغو کانونو سیمه، د وسله‎والو مخالفینو لاس ته ورغلې خو هڅې کېږي چې سیمه له وسله‎والو مخالفینو بېرته راوګرځي او د کانونو کېندل‌یې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ په دې ازادي راډیو ته وویل:

"په بغلان ولایت کې د کرکرو کان په غیر قانوني توګه نه‌کېندل کېږي، خو کېندل‌یې له دې امله ولاړ دي چې سیمه د مخالفینو په لاس کې ده. د وزارت مسؤلین له امنیتي ځواکونو سره په اړیکو کې دي چې د دغو کانونو کېندل، بیا پیل شي."

په ورته وخت کې په بغلان ولایت کې د حزب‎اسلامي قوماندان میرویس ازادي رادیو ته وايي، دی اوس په بغلان ولایت کې د ۱۰۰۰ وسله‎والو مسؤلیت لري او د کرکر او دودکش کانونه‌یې د غړو په واک کې دي.

قوماندان میرویس وايي، د طالبانو د ګواښونو له امله‌یې په سیمه کې د خپلو پوستو شمېر، له درېیو څخه پنځه کړی دی.

د ده په خبره، هغه مهال به دولت ته د دغو کانونو د کېندلو اجازه ورکړي چې د سیمې د امینت ساتلو مسؤلیت دوی ته وسپاري.

دی زیاتوي:

"موږ له هېڅ‌چا سره ستونزه نه‎لرو، موږ اوس له دولت سره ډز بندي کړې ده. د کانونو وزارت دې په کابل کې له حزب‎اسلامي سره په اړیکه کې شي او موږ ته دې لارښوونه وکړي. موږ یوه خبره لرو او هغه دا چې د سیمې د امنیت مسؤلیت دې موږ ته وسپاري او دا له دې امله چې طالبان هڅه کوي، د پلخمري پر ساحې اغېز ولري. که طالبانو هغه سیمه ونیوله، نو دا سیمه تر ګواښ لاندې راځي. موږ امنیت ته ډېر پام کړی او که د کانونو وزارت هر وخت تصمیم ونیسي، موږ ورسره ستونزه نه‎لرو."

په ورته وخت کې د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، امیرګل حسین‌خېل د کرکر او دودکش د کانونو په سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو شتون ردوي وايي چې سیمه د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ده.

د ده په خبره هغه شرکت چې د دغو کانونو د کېندلو تړونونه ورسره شوي، نه‌دی توانېدلی چې امنیتي امکانات ورته برابر کړي، له همدې امله د کانونو د کېندلو چارې درول شوې دي.

د ده په خبره هر کله چې د کانونو او پټرولیم وزارت وغواړي، امنیتي ځواکونه تیار دي چې امنیت‌یې خوندي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG