د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

خلک: سمنګان کې د ډبرو سکرو کانونه غیرقانوني استخراجیږي


د سمنګان ولایت اوسېدونکي د زورواکو له خوا د ډبرو سکرو د کانونو استخراج په اړه اندېښمن دي.

دا خلک وايي چې د دره صوف بالا، دره صوف پاین او د روی دو اب ولسواليو د ډبرو سکرو کانونه په غیر مسلکي او غېرقانوني توګه د سیمه ییزو زور واکو له خوا رایستل کیږي.

د سمنګان مدني ټولنې یو غړی وافي الله شاهرخي وايي چې تر دې دمه د کانونو د غېر قانوني او غیر فني استخراج له امله لسګونه تنو کارګرو خپل ژوند له لاسه وکړی دی.

هغه یې په اړه وویل:

"د ډبرو سکرو کانونه په سمنګان کې له کلونو راهیسې په غېرقانوني او غیرمسلکي توګه د زور واکو له خوا رایستل کیږي، د غېرقانوني استخراج له امله زموږ لسګونه هېواد وال په کانونو کې د صوفونو د نړېدو له امله وژل شوي دي."

له دې سره چې د کانونو د غېرقانوني رایستلو له امله لسګونه کسان په سمنګان ولایت کې وژل شوي، خو دې سره- سره د سمنګان اوسېدونکي ادعا کوي چې لا هم له کانونو څخه د سکرو په استخراج کې له ماشومانو او ښځو څخه په ډېره بې رحمانه توګه کار اخیستل کیږي.

د سمنګان مرکز ایبک ښار اوسېدونکی احمد عبیدي وايي چې سیمه ییز زورواکي په اجبار له ښځو او ماشومانو څخه د کانونو په رایستلو کې کار اخلي.

هغه په دې اړوند وویل:

"کوم کسان چې په معادنو کې کار کوي وضعیت یې ډېر بد دی او له دوی څخه په اجباري ډول د کانونو په استخراج کې استفاده کیږي، دا هغه څه دي چې دولت باید ورته پام وکړي. په سمنګان کې د سکرو د کانونو یوه برخه په خپل سر د سوځېدو په حال کې ده، نه دولت ورته پام کړی او نه هم خلک دا توان لري چې مخه یې ونیسي."

سمنګانیان د افغانستان حکومت ضعیف بولي او وايي چې د څو کلونو په تېرېدو سره حکومت لا هم نه دی توانېدلی ترڅو حداقل په یوه ولایت کې د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه ونیسي.

هغوی وايي، په ځینو مواردو کې حکومت له دې سره چې دا وړتیا لري د محلي زور واکو مخه ونیسي، خو بیا یې هم په وړاندې کوم غبرګون نه ښايي.

وافي الله شاهرخي وویل:

"د دې توانايي که له حکومت سره هم وي، بیا هم دا هڅه نه کوي چې په هېواد کې موجود کانونه په قانوني ډول استخراج شي."

خلک په دې اند دي چې کانونو ته د دولت د نه پاملرنې له امله له دې سره چې د زور واکو جیبونو ته ډېرې پیسې ور ولیږي، ترڅنګ یې دا مسئله سبب کیږي چې د معدن چیانو ژوند چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي له ګواښ سره مخ کړي.

احمد عبیدي د سمنګان ولایت د سکرو په کانونو کې د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو د نه خونديتوب په اړه اندېښنه ښکاروي.

هغه یې په اړه وايي:

"په هغه سیمه کې چې د ډبرو سکره رایستل کیږي په کې له ماشومانو څخه په شاقه ډول استفاده کیږي. په هغه ساحه کې چې نقلیه وسایل، خره او داسې نور دي صوفونه ته د ننه ایستلو او بېرته رایستلو مشري دوی کوي. همدارنګه کومې ښځې چې هلته کار کوي، د یوه کارګر په توګه د دوی د بشري حقونو وضعیت په پام کې نه دی نیول شوی."

په همدې حال کې د سمنګان امنیتي چارواکي هم په دې ولایت کې د زور واکو حضور مني او وايي چې د کانونو د ساتنې د پولیسو د یوې خاصې قطعه د رامنځته کولو په حال کې دي.

د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي په دې اړه وویل:

"کوم کسان چې روز واکي په دره صوف کې موجود دي، په یو ډول نه یو ډول د ډبرو سکاره راباسي، د دې د مخ نیوي لپاره مو د کورنیو چارو وزارت ته د کانونو د محافظت د قطعې وړاندیز کړی چې د جوړېدو په حال کې ده."

دا لومړی ځل نه دی، تر دې دمخه هم په کراتو د سمنګان ولایت اوسېدونکو او مدني فعالانو له حکومت څخه د زور واکو له خوا د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي غوښتنه کړې، اما د دوی په خبره چې تر دمه یې دا ستونزه د حکومت د بې پامی له امله نا حل شوې پر ځای پاتې ده.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG