د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

سمنګان کې د ډبرو سکرو د کانونو عواید لوړ شوي


د سمنګان ولایت حکومتي چارواکي د درې صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونو د عواېدو له زیاتېدو خبر ورکوي.

د سمنګان والي ویاند صدیق‌الله عزیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د یادې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو عواید یو میلیارد او ۲۳۰ میلیونه افغانيو ته رسېدلي دي چې نسبت تېر کال ته په‎کې ۱۶۶ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د عزیزي په خبره په پام کې ده دا کچه نوره هم لوړه شي او د کال تر ختمېدو د ډبرو سکرو د کانونو عواید له ۲ میلیاردو هم واوړي.

هغه د ډبرو سکرو کانونو د عوایدو په اړه وویل:

"عواید مو نسبت تېر کال ته ۱۶۶ میلیونه ډېر شوي دي، دا البته د کال لومړۍ شپږ میاشتې یادوم او په پام کې ده دا عواید نور هم زیات شي."

ښاغلی عزیزي له دې سره د ډبرو سکرو د کانونو عوایدو زیاتوالي ته خوشبینه دی، خو وايي چې لاهم په دې ولایت کې په خپل سره توګه د ډبرو سکرو کانونه کېندل کېږي او د غیر فني استخراج له امله هر کال لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړول کېږي.

صدیق‌الله عزیزي وویل چې لا هم زورواکي د کانونو پیسې حیف او میل کوي او دولت ته په هغه اندازه چې تمه ده عواید نه‌رسېږي، ځکه چې دوی د کانونو د ساتنې پولیس نه‎لري، تر څو د زورواکو او غیر قانوني معدنچیانو او استخراج کوونکو مخه ونیسي.

عزیزي وویل، د یادې ستونزې په اړه‌یې له مرکزي دولت سره خپله ستونزه شریکه کړې، خو د کورنیو چارو وزارت له‎خوا تر دې دمه په دې برخه کې جدي اقدامات نه‎دي ترسره شوي.

د سمنګان ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤلان هم دا تائیدوي چې د کانونو د ساتنې په برخه کې د پولیسو یوې خاصې قطعه ته ضرورت لري.

د سمنګان د درې صوف بالا ولسوال حسن علي وايي چې په غیر قانوني او خود سره صوفونو کې چې د زورواکو له‎خوا په معادنو کې کېندل شوي ښځې او ماشومان هم په کار بوخت دي او د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هاخوا بیا د سمنګان د والي ویاند صدیق‌الله عزیزي زیاتوي چې معدن‌چیان د کانونو د استخراج په حال کې له ایمني وسایلو څخه کار نه‎اخلي او دا سبب کېږي چې په معدن کې د کار کولو په وخت کې د دوی د مرګ ګواښ لوړ وي.

عزیزي زیاته کړه:

"کله چې خلک په خپل سره صوفونو او یا هم هغه صوفونو کې چې د دولت له‎خوا بند شوي او خلکو بیا خلاص کړي کار وکړي، نو ورته د مرګ ګواښ زیاتېږي ځکه دوی ایمني توکي هم نه‎لري."

چارواکي وايي چې د سمنګان ولایت د ډبرو سکاره د سیمې په سطح له کیفیت لرونکو سونګ توکو څخه شمېرل کېږي چې کابل، بلخ او جلال‌اباد ته د صادراتو سربېره پر پاکستان هېواد هم پلور کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د سمنګان مدني ټولنو غړو هم په دې ولایت کې د کانونو د غیر قانوني استخراج له امله شکایت کړی وو چې اکثراً محلي زورواکي په دا ډول غیر قانوني فعالیتونو کې لاس لري.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG