د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

صدیقي :سږکال د ځینو کانونو عواید د تیروکلونو په نسبت زیات شوي


د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، سږ کال د هېواد د ځینو کانونو عواید د تیرو کلونو په نسبت زیات شوی دی.

دوي وایي، سږ کال د بغلان ولایت د کانونو عواید یو میلیارد او څه باندې اته سوه میلیونه افغانی دی حال دا چې تیر کال دا اندازه یو میلیارډ او شاوخوا پنځه سوه میلیونه افغانۍ وه.

همدا رنګه د بدخشان ولایت د کانونو عواید له پنځه ویشت میلیونو افغانیو څخه"۳۱"میلیونو افغانیو ته پورته شوې.

د دې وزارت چارواکي وایي، ډیر ژر به د هېواد د نورو سیمو د کانونو عواید هم اعلان کړي.

خو کارپوهان وایي، د کانونو کېندل اوس هم معیاري نه دي او اکثره یي د زورورو له خوا کېندل کېږي.

که څه هم د افغانستان د کانونو د کېندنو او تړونونو د ځانګړتیاو په هکله خلک، افغان کارپوهان او بهرني متخصصین مختلف نظریات لري او دا پروسه پیچلې، ستونزمنه او اوږد مهاله ګڼي، خو د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، سږکال د هېواد د ځینو سیمو د کانونو عواید د تیروکلونو په نسبت زیات شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، دا عواید د هېواد په ځینو شمالي ولایتونو کې د لاجوردو، ابرک، بیروجو او د ډبرو د سکرو په کېندلو کې زیات شوي دي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي ازادۍ رادیو ته وویل، د کانونو د کېندلو لپاره د دوي پلانونه په ښه توګه عملي کېږي او هیله ده چې په راتلونکو کلونو کې د هېواد د کانونو کېندل لا منظم او عواید یې نور هم زیات شي:

"کارونه یي روان دي، د کانونو وزارت ټول تخنیکي او مسلکي ټیمونه د عوایدو په هکله کار کوي، هیله ده په لږه موده کې د ټولو کانونو د عوایدو ارزیابي بشپړه شي.

د بدخشان د کانونو په عوایدو کې دیرش فیصده زیاتوالی راغلی، هیله ده د افغانستان د کانونو عواید د هېواد په راتلونکي ثبات له راوستلو سره مرسته وکړي"


د افغان او بهرنیو متخصصینو د معلوماتو له مخې د افغانستان کشف شوي کانونه د درېیو تریلیونو ډالرو ارزښت لري.

د بدخشان ولایت د قیمتي ډبرو او د بغلان ولایت د ډبرو د سکرو کانونه مهم په ګوته شوي دي چې؛ کېندل یي له کلونو کلونو راهیسي دوام لري او په عوایدو کې هر کال زیاتوالی لیدل کېږي.

د بدخشان ولایت د کانونو مسئولین وایي، په دې ولایت کې د کانونو د عوایدو د زیاتوالي سبب، تر یوه حده د خپل سرو کېندو مخنیوی او د کان کېدونکو د ظرفیتونو لوړول دي.

د دې ولایت د کادستر امرانجینیرعتیق اله ازادۍ رادیو ته وویل:

"تیر کال موعواید پنځه ویشت میلیونه او خوشبختانه سږکال موعواید څه باندې یو دیرش میلیونه افغانۍ شو او دا هم د لاجوردو، یخک، ابرک، بیروجو، لعل او نورو په برخه کې"

د قیمتي ډبرو پر کانونو سربیره په شمالي ولایتونو کې د ډبرو د سکرو کانونه هم د دولت یوه مهمه عایداتي منبع شمېرل کېږي.

افغان چارواکي وایي، د دې کانونو ساحه په بغلان، تخار او سمنګان ولایتونوکې خپره ده چې؛ د ډبرو د سکرو د کانونو ځیني برخې یي خصوصي سکتورته هم ورکړل شوې.

د بغلان ولایت د کانونو ريیس انجینیر عبدالخالق ازادۍ رادیو ته وویل، د دې ولایت د کانونو په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی:

"د دوه نوي یم کال عواید مو یو میلیاردو، ۸۲۶ میلیونه، اته لکه او ۸۸ زره او ۸۱۸ افغانۍ دی.

حال دا چې د تیر کال عواید مو یومیلیارد و، ۴۷۹ میلیونه، شپږ لکه او یودیرش زره، څلور سوه، درې اویا افغانۍ و.

په دې حساب په عوایدو کې څه باندې درویشت فیصده ښه والی راغلی."


راپورونه وایي، د افغانستان خاوره یوځل د بریتانوي او بیا د امریکایي جیالوجستانو له خوا سروې شوې او ویل شوي چې؛ د مختلفو ډبرو، د ډبرو د سکرو او د نفت ګازو قیمتي زیرمې لري.

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، د افغانستان په "۱۴۰۰"ساحو کې د مختلفو موادو د کانونو موجودیت اټکل شوی دی.

افغان حکومت وایي، له دوه زره څوارلسم کال وروسته چې له هېواد سره بهرنۍ مرستې کمېږي، د کانونو د سکتور فعالولو ته به اقدامات نور هم جدي او هڅې به وکړي چې له عوایدو یي لګښتونه او بودجوي چارې پرمخ بوزي.

له دغو څرګندونو سره سره راپورونه وایي چې؛ د افغانستان د کانونو د کېندلو او تړونونو پر موضعګانو اوس هم بشپړ باور نه کېږي، ځکه چې په وروستیو کلونو کې د یو شمېر لویو کانونو د کېندلو تړونونه له ځینو پیژندل شویو بهرنیو کمپنیو سره وشول، خو کېندلو ته یې لازمې هڅې ونه شوې.

افغان کارپوهان وایي، افغانستان د کانونو کېندلو ته معیاري پالیسي نه ده عملي کړې.

دوي وایي، که دې سکتور ته د کان کېندلو له نړېوالې اصولو سره سم پلانونه ترتیب او عملي شي، پرته له شکه به د هېواد اقتصادي وده تضمین کړي.

د کابل پوهنتون استاد، تاج محمد اکبر وایي:

"په افغانستان کې د معادنو څخه سمه استفاده نه ده شوې، نه پانګه وال ډاډمن دي او تړونونه شفاف دي.

افغان حکومت باید دې سکتورته معیاري پلانونه جوړاو د مافیا لاس ترې لنډ کړي.

زه ډاډمن یم که په دې برخه کې دقیق او شفاف کار وشي، د هېواد اقتصاد به ډیره وده وکړي."


راپورونه وایي، د لوګرولایت د مس عینک د کان د کېندلو تړون په دوه زره اوم میلادي کال کې له یوې چېنایي کمپنۍ سره وشو او ټاکل شوې وه چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې یي د کېندلو چارې پیل شي، خو لیدل کېږي چې په دې برخه کې عمل نه دی شوی.

همدا رنګه د موافقې له مخې یوه هندي کمپنۍ مکلفه شوې وه، چې د بامیانو ولایت د حاجي ګک د اوسپنۍ د کان د کېندلو لپاره لس میلیارده ډالره پانګه ولګوي، خو راپورونه وایي، په دې برخه کې هم اقدام نه دی شوی او په ډیروسیمو کې دا کانونه د سیمه ییزو قوماندانو او زورواکو له خوا استخراج او بهر ته قاچاق کېږي.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د تړونونو په چارو کې ستونزې اواریدونکي دي، خو په ځینو سیمو کې نا امنیو دغه چارې ټکنۍ کړي دي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG